د خوست ګربزو قومي مشرانو له حکومت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته د خوست ولايت د ګربزو له يو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر پرون ناوخته د خوست ولايت د ګربزو له يو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ګربزو قومي مخورو له اسلامي امارت څخه په ملاتړ وویل، د اوسني حکومت په هلوځلو په ټول هېواد کې امنیت تامین، د لویو بدبختیو لمن ورټوله او افغانان د واحد نظام تر چتر لاندې ژوند کوي.
دوی زیاته کړه، ګربز هم لکه د نورو وروڼو قومونو په شان له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته حاضر دي.
د دغو مشرانو په وینا په خوست کې قومي جوړښتونه له سیمه ییزو چارواکو سره همغږي او له نږدې ورسره همکاري کوي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل، چې د ګربزو ولس په شل کلن جهاد کې خپل کورونه هم د مجاهدینو خدمت ته وقف کړي وو او د نورو افغانانو په څېر یې په یاده موده کې سختۍ او تکلیفونه وګالل.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، اسلامي امارت د ټولو ولسونو په چوپړ کې دی او دوی هر وخت کولای شي چې په زغرده خپل وړاندېزونه او غوښتنې ورسره شریکې کړي.