گزارش تحقیقی

د هېواد مالي سیستم ته لنډه کتنه

په افغانستان کی د مالی سیستم په اړه تراوسه درسی څه نه دی لیکل شوی چی یادونه تری وشی یوازی د مالیاتو په برخه کی یو څه لیکل شوی دی چی په افغانستان کی د لومړی ځل لپاره د احمد شاه بابا په وخت کی مالی چارو ته پاملرنه وشوه چی په 1140 هـ . ش کی د دولت په چوکاټ کی د همایون اعلا دیوان په بڼه رامنځته او لومړنی مشر یی سردار عبدالله خان پوپلزی وو چی دیوان بیګی یادوو.

ترتیب کننده: پوهنمل انورالحق «نورزی»

په افغانستان کی د مالی سیستم په اړه تراوسه درسی څه نه دی لیکل شوی چی یادونه تری وشی یوازی د مالیاتو په برخه کی یو څه لیکل شوی دی چی په افغانستان کی د لومړی ځل لپاره د احمد شاه بابا په وخت کی مالی چارو ته پاملرنه وشوه چی په 1140 هـ . ش کی د دولت په چوکاټ کی د همایون اعلا دیوان په بڼه رامنځته او لومړنی مشر یی سردار عبدالله خان پوپلزی وو چی دیوان بیګی یادوو. د وخت په تیریدو دا نوم په مستوفیاالمالک واوښت چی درک یی له ننی وزیر سره برابر وو. مالی چاری به په پلازمینه یا مرکز کی د مستوفیا المالک او په ولایتونو کی د تحصیلدارانو لخوا سرته رسیدی.مستوفیاالمالک به په خپل ټول ځواک سره د مرکز او ولایتونو چاری مخ ته وړی، د ټولو ولایتونو مالی چاری یی سره رایوځی کولی، څارنه به یی کوله.په همدی وخت کی هیواد ته له نورو هیوادونو عواید راتلل، بهرنی هغه تسلیمی وی چی د لوی احمدشاه بابا له خوا نیول شوی وی چی په کلنی ډول ډیر زیات مالیات راتلل. د مالیاتو سیستم ډیری بڼی لري. پدی مانا چی مالیات جبری ول او ځنی اختیاری، د ساری په توګه د بی بی د سرغوړولو په نامه یو ډول مالیه چی د هزاره جاتو خلکو له خوا به د ډالۍ په توګه یو اندازه ژیړ غوړی د شاه دربار ته راوړل کیدل چی دا ورو ورو په مالیاتو تبدیل شول.کله چی په 1298 ه ش کال کی افغانستان خپلواکی ترلاسه کړه نو له دی سره د افغانستان یوه نوی دوره پیل شوه، په دی دوره کی سیاسی جوړښت، حکومتی سیستم، اداری نظام او د بهرنی سیاست بنسټ کیښودل شو. مالی او اقتصادی وضعی د ښه والی د اړوند لمسونی پیل شوی. پدی کلونو کی دفاعی او امنیتی جوړښتونه، د پوهنی او روغتیا عامیدل، مخابرات اونښلونی، د اوبو او بریښنا جوړونه، د فابریکو بنسټ، د کانونو راویستل، د سوداګری پراخوالی د مرکزی بانک او نورو بانکونو جوړیدل او ددولتی او خصوصی تصدیو فعالیدل شامل ول، خو د مالی سیستم پیل بیا د محمد ظاهر شاه بابا له وخته پیل شو. د پخوانیو پاچاهانو په وخت کی سود خوړل د اسلامی شریعت له مخی حرام ګڼل کیدل نو پدی لحاظ هیڅ یو بانک 1312 لمریز کال څخه وړاندی شتون نه درلود. شاه مالونه په شاهی زیرمه کی ساتل کیدل، خلکو خپلی پانګی پخپله ساتلی د ځینو ښارونو په لویو کورونو کی امانت خونی جوړی شوی وی چی یواځی پیسی بی له سوده پکی ساتل کیدی. یو شمیر صرافانو شتون درلود چی ورته به دوزخی سود خور ویل کیدل. په ټولنه کی به د حرام خور په نامه مشهور وو. کله چی انګلیس راغلل یو شمیر هندی صرافانو د افغانستان او هندوستان ترمنځ کړنی ترسره کولی په هغه وخت کی با ارزښته پیسی اشرف سکه (عربی سره زر) نیکولای نقره (اصل روسی سپین زر) هندی روپی او انګلیسی پوند ول چی ددی ډول پیسو تبادله په سوداګری او حج ته د سفر په موخه ترسره کیده. دی صرافانو ډیری وخت د کابل کندهار کړنی ترسره کولی او حکومت هم د خپلی اړتیاو وړ اسعار له همدی ځایه ترلاسه کول. په 1311 لمریز کال کی یو شرکت جوړ شو چی شرکت هاشمی یی ورته ویل، خو له دی وروسته بیا د افغان ملی بانک په کال 1312 کی تاسیس شو. دا چی په 1312 کال کی افغان ملی بانک تاسیس شو موږ یی د افغانستان د مالی سیستم رسمی پیل بولو او په لاندی ډول ددی سیستم یادونه کوو.

افغان ملی بانک:

په 1312 لمریز کال کی د عبدالمجید خان زابلی په کوښښنو د 9.6 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه تأسیس شو چی ٪28 د دولت ونډه او ٪72 پکی خصوصی سکتور ونډه لرله. تریوی مودی وروسته بیا دا بانک ټول ملی اعلان شو.

افغانستان بانک:

افغانستان بانک د وزیرانو شورا د 1318/2/3 نیټی د 152 ګڼی تصویب، د ملی شورا 1318/6/19 نیټی د 11 ګڼی تصویب او د 1318/ 11/17 نیټي د شاهانه حضور منظوری په پایله کی د 120 میلیونو افغانیو په اندازه د هیواد په پلازمینی کابل کی تاسیس شو.

پښتنی بانک:

پښتنی بانک په کال 1333 هـ . ش کی د 120 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه تاسیس شو او د کلونو په اوږدو کی یی په پانګه کی هم تغییرات راتلل. پښتنی بانک د کراچی، پیښور او چمن د ښاری څانګو ترڅنګ 5 څانګی د هېواد په ولایتونو او 8 څانګی د هېواد په پلازمینه کابل کی هم لرلی.

گروی او تعیراتی بانک:

دغه بانک په کال 1326 هـ . ش کی د 30 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه کسه عمرانی په نوم تأسیس چی وروسته بیا په کال 1337 کی د ګروی او تعمیراتی بانک په نوم ونومول شو.

کرنیز پرمختیایی بانک:

دا بانک د حکومت د اقتصادی سیاست مطابق د یو خصوصی بانک په توګه په کال 1333 هـ . ش د کرنیز او صنایع بانک په نوم د 150 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه د یو ونډیز شرکت په بڼه د کرنیز پرمختګ منظور جوړ شو. دغه بانک په کال 1355 هـ . ش کی ملی اعلان شو. او پانګه یی 1000 میلونو افغانیو ته لوړه شوی.

د صادراتو پراختیا بانک:

د صادراتو د پراختیا بانک د دولت د اقتصادی موخو له مخی په کال 1355 هـ . ش د ونډیز د شرکت په بڼه د 100 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه تأسیس او خپلی 1000 ونډی چی په بازار کی یی تقسیم کړی وی چی دهری ونډی بیه یی 1000 افغانی ټاکلی وه. د صادراتو د پراختیا بانک په کال 1383 هـ . ش کی له افغانستان بانک څخه یو ځل بیا د فعالیت جواز ترلاسه کړ خو تریوی مودی فعالیت وروسته له پښتنی بانک سره یو ځای شو.

د صنعت د پرمختګ بانک:

دغه بانک په کال 1335 هـ . ش د وخت د کانونو او صنایعو وزارت په وړاندیز د 200 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه چی د پانګی ٪40 یی 5 بهرنیو بانکونو، ٪10 نړیوال بانک او پاتی پانګه چی افغان ملی بانک، پښتنی بانک د سوداګری خونو او د افغانستان بانک لخوا ورکول کیده چی د کسه اعتباری په نوم تاسیس او وروسته له 10 کاله فعالیته د صنعتی پراختیا په نوم ونومول شو چی په هیواد کی د صنعتی پروژو د ودی لپاره یی کار کاوه.

ګلاب الدین شیرزایی بانک:

په خصوصی سکتور کی لومړنی اسلامی بانک دی چی په کال 1372 ه ش د میزان د میاشتی په څلورمه د 2 میلیونو ډالرو پانګی په اندازه تأسیس شو. خو د افغانستان بانک د نوی قانون له مخی دغه بانک د جواز شرایط پوره نه کړل او د افغانستان د بانکداری له سیستم څخه بهر شو.

کابل بانک:

کابل بانک په -12301- لیسنس نمبر د 1383 ه ش کال د چنګاښ د میاشتی په شپږمه نیټه د 250 میلیونو افغانی پانګی په اندازه پر فعالیت پیل وکړ او ده کولی شول چی په ټول هیواد کی 120 بانکی څانګی پرانیزی کابل بانک له ناورین سره مخ شو چی قصه یی ټولی دنیا ته جوته شوه. نو کابل بانک په دوو برخو وویشل شو. یوه برخه یی تراوسه پاتی او دوهمه برخه یی مالیی وزارت ته ورکړل شوه دا دریم دولتی  سوداګریز بانک شو چی په هیواد کی بانکی خدمات ترسره کوی. نوی کابل بانک دویسټرن یونین کورنی استازی په توګه په افغانستان کی وپیژندل شو.

عزیزی بانک:

عزیزی بانک په افغانستان کی یو افغانی سوداګریز بانک دی چی په کال 2006 م د جولای په 14 نیټه د 375 میلیونو افغانیو پانګی په اندازه په پلازمینه کابل کی کار پیل کړ چی اوس مهال په هیواد کی 75 څانګی لری د عزیزی بانک ونډه لرونکی څلور کیلی دی. د بانک ډول سوداګریز بانک دی.

د افغانستان نړیوال بانک: AIB

د افغانستان نړیوال بانک په کال 2004 م د مارچ د میاشتی په 22 نیټه په فعالیت پیل وکړ چی اوس مهال په ټول هیواد کی 10 بانکی څانګی لری. د بانک ډول سوداګریز بانک دی.

باختر بانک :

باختر بانک په عزیزی بانک پوری تړلی بانک دی چی په 2009 م کال یی په فعالیت پیل وکړ او اوس مهال په ټول هیواد کی 62 بانکی څانګی لری. کله چی په 2009 م کی افغانستان بانک د افغانستان انکشافی بانک د فعالیت جواز سلب کړ نو د هیواد سوداګریز بانک (عزیزی بانک) دغه بانک واخیست او د باختر بانک په نوم یی ونوماوه. او داسی اټکل کیږی چی د باختر بانک ټول خدمات اسلامی خدماتو ته اوړي. د بانک ډول سوداګریز بانک دی.

میوند بانک:

میوند بانک په کال 1387 ه ش د مرغومی د میاشتی په 10 نیټه د هیواد له مرکزي بانک (افغانستان بانک) څخه د کار جواز ترلاسه کړ او خپله لومړنی څانګه یی په کال 1388 ه ش د وری میاشتی په 15 نیټه په کابل کی پرانیسته. اوس مهال په هیواد کی 38 بانکی څانګی لری. او سوداګریز بانک دی.

افغان یونایتید بانک:

افغان یونایتید بانک په کال 2007 م د 360 میلونو ډالرو پانګی په اندازه په فعالیت پیل وکړ په ټول هیواد کی 26 بانکی څانګی لری.

د کوچنیو پورونو لومړنی بانک:

دغه بانک په کال 2003 م د مارچ په 18 نیټه د 5 میلونو افغانیو پانګی په اندازه د Micro Credit  په نوم تاسیس شو. چی تر یونیم کال فعالیت وروسته The first Micro Finance bank   په نوم ونومول شو. د بانک هټیوالو، کارخانو، د کوچنیو سوداګرو ته 500$ ډالر، 5000 ډالر،په ٪1.5 پور ورکول. د فعالیتونو د توسعه سره سم د پور په اندازه کی 20000 ډالر زیاتوالی راغی. د بانک ډول سوداګریز بانک دی.

غضنفر بانک:

په هیواد کی یو سوداګریز بانک دی چی د 2009 م کال د مارچ په میاشت کی یی پر کار پیل وکړ. چی ونډوال یی په یوه ګروپ پوری اړه لری. چی د بانکوالی خدمات په اسلامی او سودی برخه کی مخ ته وړی. په ټول هیواد کی 12 بانکی څانګی لری چی اوس مهال پر فعالیت بوختی دی. او سوداګریز بانک دی.

د افغانستان سوداګریز بانک:

د افغانستان سوداګریز بانک په کال 2013 م د مارچ په دولسمه نیټه له افغانستان بانک په -13101- نمبر د کړنو جواز ترلاسه کړ او اوس مهال په ټول هیواد کی 8 څانګی لری او سوداګریز بانک دی.

ارین بانک:

په ایران پوری تړلی بانک دی چی په کال 2004 م د جون د میاشتی په 26 نیټه یی کار پیل وکړ. اوس مهال یو خپلواک بانک دی د ارین بانک ونډه لرونکی د ایران بانک ـ دایران صادراتی او د بانک ډول سوداګریز بانک دی.

حبیب بانک:

حبیب بانک په کال 2004 م د فبروری په میاشت کی د 5 میلونو ډالرو پانګی په اندازه په فعالیت پیل وکړ چی اصلی مرکز یی د پاکستان په کراچی ښار کی دی او په کال 2003 م کی د خصوصی کیدو په لور اقدام وکړ. حبیب بانک په ټولنیزه توګه 1400 بانکی څانګی لری چی یواځی 65 د نړی په 26 هیوادونو کی موقعیت لری ددغه بانک ونډه لرونکی دوه مرجع دی. او دبانک ډول د بهرنیو سوداګریز بانکونو څانګی دی.

د پاکستان نشنل بانک:

نشنل بانک د 2003 م د اکتوبر په میاشت کی د 5 میلونو پانګی په اندازه په کابل کی پر فعالیت پیل وکړ. د نشنل بانک اصلی مرکز د پاکستان کراچی ښار کی دی. په 2004 م کال ددغه بانک ټولو څانګو شمیر 1224 ته ورسید چی په نړۍ کی 81 څانګی او 7 دفترونه لری. د بانک ډول د بهرنی سوداګریز بانک څانګه دی.

بانک الفلاح لمیتید:

بانک الفلاح لمتید د 2005 کال د می د میاشت په 22 نیټه پر فعالیت پیل وکړ چی اصلي مرکز یی د پاکستان کراچی ښار دی او د ابوظبی ښار په شاهی کورنی پوری تړاو لری. د دغه بانک مدیره هیت په ابوظبی او عاجل هیت یی په کراچی کی ځای لری. دا یو سوداګریز بانک دی چی د نړی په 160 هیوادونو کی اسلامی بانکی خدمات وړاندی کوي. د بانک ډول بهرنی سوداګریز بانک څانګه دی.

براک افغانستان بانک:

براک افغانستان بانک یو سوداګریز خصوصی بانک دی چی په کال 2006 م د اکتوبر په میاشت کی یی پر فعالیت پیل وکړ او له اسیا اداری سره ثبت شو. خو اوس مهال یی کړنی پایی ته رسیدلی او په هیواد کی فعالیت نه کوی چی دا بانک د افغانستان په سوداګریز بانک بدل شوی دی.

پنجاب نشنل بانک:

پنجاب نشنل بانک د 2004 م کال د می د میاشتی په 11 نیټه د 5 میلونو ډالرو پانګی په اندازه د هیواد په پایتخت کابل کی پر کار پیل وکړ. پنجاب نشنل بانک په هندوستان پوری تړلی بانک دی چی اصلی مرکز یی د لوی ډهلی ښار دی. د څانګو شمیر یی 4500 دی. دا بانک اوس مهال په افغانستان کی کار نه کوی.

 

 

ستندرد چارتر بانک:

ستندرد چاتر بانک د 2003 م کال د سپتمر د میاشتی په 18 نیټه د 50 میلونو ډالرو پانګی په اندازه پر فعالیت پیل او خپله لومړنی څانګه یی په 2004 م کال پرانسته. ستندرد چارتر بانک په PIC  کمپنی پوری تړاو لری چی اصلی مرکز یی د انګلستان لندن ښار دی او د رهبری اداره یی هم په لندن کی ده.دغه بانک په ټولنیزه توګه 44000 کارکونکي لري او د نړۍ په 56 هیوادونو کی بانکي کړنی سرته رسوی.

غیر بانکی مالی بنسټونه:

ایکسچینجر زون Exchanger Zone  په هیواد کی یو لوی خصوصی مالی بنسټ دی. د هیواد د پانګوالو لخوا په کال 2015 د اګست په میاشت کی تاسیس شو. اکسچینج زون په افغانستان کی د پانګی اچونی له اداری D-8062  نمبر جواز او په کال 2016 کی له افغانستان بانک 423 او 201607 د کار جواز ترلاسه کړ. دا بنسټ د بهرنیو پیسو په تبادله، د پیسو لیږد، کوچنی تمویل، د پانګونی طرحی او په مالی مشورو کی تخصص لری. دا اداره په اوونی کی شپږ ورځی لس ساعته د هیواد والو په خدمت کی ده. په دی مالی بنسټ کی لسګونه افغانان کار کوی.

ډویژن مالی خدمات:

په هیواد کی د مالی خدماتو وړاندی کوونکی کمپنی ده چی مرکزی دفتر یی په کابل کی دی. د مالی خدماتو کمپنی په هیواد کی نوښتیز خدمات، نوی او مناسب قیمت وړاندی کوی له نوی تګنالوژی څخه کار اخلی.

بیمه:

بیمه شل پیړی د مخه په لومړی ځل د یونان او روم سوداګرو په کاروبار کی کارولی. په لرغونو زمانو کی چی د یونان سوداګرو توکی د بحری بیړیو په وسیله نورو هیوادونو ته لیږدول. د لارو په اوږدو کی توکو ته زیان رسیده نو د بیړیو څښتنانو به د توکو زیان ورکوه.

د افغانستان د بیمی نوی قانون بیمه داسی تعریف کړی:-

بیمه د بیمه کوونکو د ټاکلی حق البیمی د اخیستلو پر وړاندی د مقابل لوری د زیان د جبران ژمنه ده. بیمه د بیمه کوونکی او بیمه کیدونکی ترمنځ عقد ده چی په لیکلی توګه صورت مومی. او پر موجب یی بیمه کوونکی د ټاکلی حق البیمی د اخیستلو پر وړاندی د مقابل لوری د زیان د جبران ژمنه ده.

و من الله توفیق…..

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *