گزارشگزارش تحقیقی

برازیلی شرکت د الوتونکې برېښنايي ټکسي جوړولو هوډ لري

د برازیل الوتکو جوړولو شرکت (امبرایر) ویلي، چې ددغه هېواد ستر ښار (ساو پاولو) ته څېرمه د هوايي برېښنايي ټکسي جوړولو یوه نوې کارخونه جوړوي.

د برازیل الوتکو جوړولو شرکت (امبرایر) ویلي، چې ددغه هېواد ستر ښار (ساو پاولو) ته څېرمه د هوايي برېښنايي ټکسي جوړولو یوه نوې کارخونه جوړوي.

دغه شرکت ویلي، هیله لري چې ددغې ټکسي لومړنی تولید له ۲۰۲۶ کال په اسمان کې وچورلېږي.

دا الوتونکې ټکسي د (امبرایر) اړوند (ایو Eve) شرکت له لوري جوړېږي، چې چورلکې ته ورته یوه کوچنۍ ټکسي به وي او تر شپږو پورې مشتریان به پکې سپرېدلی شي.

په دې ټکسي کې د سفر لګښت او کرایه د هر سپاره لپاره له ۵۰ تر ۱۰۰ ډالرو پورې پام کې نیول شوې ده.

(ایو Eve) شرکت لا له وړاندې ویلي چې د نژدې ۳۰ زره الوتونکو ټکسیانو تولیدول یې په پام کې نیولي.

دغه شرکت هیله من دی چې ددغې ټکسۍ لومړنۍ بڼه به سږ کال پیل کړي. امریکا په وروستیو کې د الوتونکو ټکسیانو لپاره مهالوېش د ۲۰۲۵ کال لومړی اعلان کړی و.

الوتونکې ټکسي د الوتلو یا کېناستلو لپاره هوايي ډګر ته اړتیا نه لري، خو د یوې الوتکې په شان اوږد واټن وهلی شي.

جوړوونکي شرکت ویلي، ددغې ټکسي ماشین به د عادي الوتکو د ماشین پر تله ټیټ غږ او غږیزه ککړتیا ولري.

همدارنګه، استدلال شوی چې الوتونکې ټکسي پرته له دې چې مشتریانو ته قېمته تمامه شي، په ګڼ‌مېشتو ښارونو کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې کمولو کې هم مرسته کولی شي.

دا کارخونه په توبات ښار کې ده، چې د برازیل له اقتصادي پلازمېنې ساوپاولو ښاره شاوخوا ۱۴۰ کیلومتره واټن لري.

د فرانسې خبري اژانس د خبر پر بنسټ، دا ډرون ته ورته مسافر وړونکي ګاډي به پیل کې د ټکسیانو برخه کې وکارول شي.

په پام کې ده چې لومړۍ الوتنه به یې د پیلوټ په حضور کې ترسره شي، خو جوړوونکی شرکت وايي په بل ګام کې به پخپلسرې توګه او له پیلوټ پرته والوځي.

دا ګاډي ۱۰۰ په سلو کې برېښنايي دي او له لوګي او ککړتیا پرته الوتنې به ممکنې کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *