سیاسی

‌د قضایي عدالت ‌‌‌‌په تأمین کې د جنایي پولیسو رول او اهمیت

جرم په بشري تاریخ کې پخوانۍ مخینه لري، دبیلابیلو تکتیکونو، میتودونو، او طریقو څخه په ګټې اخیستنې سره د افرادو لخوانه ترسره کیږي. د جرمونو کشف، د مجرمینو نیولو، څارلو، او د قضایي عدالت د تأمین په موخه یې محکمې ته سپارل د جنایي پولیسو له دندو څخه ګڼل کیږي. جنایي پولیس د تورن، مظنون په اړه اثباتیه مدارک راټولوي او د کریمنالتخنیک اړونده لابراتوارونو ته یې د ارزونې لپاره استوي، تر څو د قضایي عدالت تأمین شونې، او هیڅ بیګناه شخص مجازات نه شي. په پخوانیو پیړیو کې به د قضایي عدالت د تأمین په موخه د شهادت، اقرار، یمین(قسم) او نورو څخه کار اخیستل کیده، چې په یادو طریقو سره قضایي عدالت بشپړ نه شو تأمین کیدای. په اوسني عصر کې د تکنالوژۍ او تخنیکي وسایلو د رامنځته کیدو سره او طبیعي علومو( فزیک، کیمیا، بیولوژي) څخه په ګټې اخیستنې سره د جرم مادي آثارو راټولول، ارزول، او ګټه اخیستل آسانه شوي، جنایي پولیسو ته یې د قضایي عدالت تأمینول شونې کړي دي. د مادي اثباتیه مدارکو په اړه متخصصین او اهل خبره له ارزونې او لابراتواري معایناتو وروسته خپل لیکلې نظر د عدلي او قضایي ارګانونو د غوښتنو سره سم وړاندې کوي، چې یاد نظر قانوني سند په توګه د قضایي عدالت په تأمین کې د تورن او مظنون په برائت او محکومیت کې اغیزمن رول لوبوي. جنایي یا قضایي پولیس د قضایي عدالت په تأمین کې مهم رول لري، د جرم کشف، د پېښې ځای بررسي او لومړنۍ څیړنې د قضایي پولیسو په غاړه دي، چې د راټولو شوو اثباتیه دلایلو له مخې دوسیه ترتیب او اړونده قضایي او عدلي ارګانو ته استوي.

پوهیالۍ نیاز محمد خان (اتل)

سریزه

د قضایي عدالت او جنایي پولیسو تعریف او مفهومونه

د قضایي عدالت مفهوم: عدل په لغت کې برابرۍ، سموالي، انصاف، میانه روي، په حق حکم او د یو څیز په خپل ځای کې د کیښودلو مانا لري.( ابن منظور ۱۴۱۴ ج ۱۱ ص ۴۳۰، فراهیدي ۱۴۱۰ ج ۲ ص ۳۹).

قضاء په لغت کې د محاکمې، پریکړې، عدالت او انصاف ته رسیدنې، د خلکو منځ کې قضاوت او منځګړیتوب.(المنجد ۱۹۸۶) قضایي عدالت په محکمه کې د شریعت او قانون د حکمونو سره سم پریکړې کولو ته وایي.

جنایي پولیسو تعریف: هغه پولیس چې د جرمونو کشف، د پیښې ځای بررسۍ، مدارکو راټولولو، دوسیه ترتیبولو، مظنون او تورن د نیولو، او قضایي ارګان ته د سپارلو دندې په غاړه لري جنایي پولیس نومیږي.

د قضایي عدالت په تأمین کې د جنایي پولیسو رول او اهمیت

عدالت او انصاف ته د اسلام سپیڅلي دین زیات ارزښت ورکړې دې، الله تعالی فرمایي ژباړه: عدل وکړۍ دا تقواء ته نږدی دې.(المایده: ۸.) بیا فرمایي ژباړه: هر کله چې د خلکو منځ کې پریکړه کوۍ، په عدالت حکم کوۍ.( النساء: ۵۸.) د افغانستان د جزایي اجرااتو قانون د ۸۰ مادې د حکم له مخې جرم ته رسیدنې په اړه د پولیسو دندې په دری برخو ویشلې دي: لومړې د جرم کشف، دوهم د پېښې ځای څخه اثباتیه مدارک راټولول، دریم د مظنونینو تعقیبول. یادی دندې چې جنایي پولیسو په غاړه دي د قضایي عدالت په تأمین کې زیات اهمیت لري په دې شرط چې نوموړې دندې په صدق، عدل، مسلکي او تخصصي توګه باندی ترسره شي، اړینه ده چې د یادو دندو اهمیت باندی رڼا واچوو.

۱د جرم کشف: د اساسي قانون ۱۳۴، جزایی اجرااتو قانون ۸۰ مادې د حکم سره سم د جرم کشف د پولیسو دنده ده، په تیره د جنایي پولیسو پورې اړه لري. د جرم کشف هغه وخت پیلیږي چې جنایي پولیس د یوی سرچینې ( خلکو، متضرر، دولتي کارکونکو، مظنون اعتراف، پولیس خپله د مشهود جرم سره مخ کیږي او داسې نورو) څخه اطلاع ترلاسه کړي. جنایي پولیس د پیښې د ځای د بررسۍ مسلکي ټیم د پیښې ځای ته لیږي، پیښې ځای په مسلکي او قانوني ډول بررسي کوی، اثباتیه مدارک او شواهد راټولوي او محضر ترتیبولو وروسته یې قضایي ارګان ته استوي.

۲ – اثباتیه مدارکو راټولول: کله چې جرم کشف، آثار او علایم یې پیدا شي، دا ثابته شي چې نوموړي آثار د جرم د مرتکب پورې اړه لري، لکه: د ګوتو نښې، وینه، ویښته، پښو چاپ او داسی نور، نو د جنایي پولیسو دنده د همدې آثارو راټولول او ساتل دي، چې د قضایي عدالت د تأمین په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته استوي. اثباتیه دلایل په دوه ډوله دي: معنوي اثباتیه دلایل او مادي یا فزیکي اثباتیه دلایل.

-۱معنوي( نظری) اثباتیه مدارک: لکه اقرار، سوګند، شاهدانو شهادت، د مجني علیه او نورو اشخاصو

ویناوې.

۲ – مادي( فزیکي) اثباتیه مدارک: لکه د ګوتو نښه، ویښته، وینه، د پښو چاپ، مرمۍ او داسې نور. تجربو ښودلې چې تل معنوي دلایل لکه اقرار، سوګند، شهادت او نور نه شي کولې چې د تورن محکومیت یا برائت ثابت کړي. نو لازمه ده چې جنایي پولیس د قضایي عدالت د تأمین په موخه د پيښې ځای څخه مادي اثباتیه مدارک په دقیقه او مسلکي توګه، د مدارکو دساتلو په ځانګړی کڅوړو، ټیوبونو او قطعیو کې راټول او وساتي، او اړونده تدقیقاتي لابراتوارونو ته د ارزونې لپاره ولیږي، تر څو اهل خبره او کریمنالیست(مسلکي، حقوقي اشخاص) د نوموړو آثارو په  اړه خپل مسلکي او قانوني نظر چې نوموړي آثار د جرم ارتکاب او مرتکب پورې اړه لري که نه لری، په لیکلی بڼه عدلي او قضایي ارګانونو ته وړاندي کړي، د اهل خبره او کریمنالیست نظر معتبر قانوني سند په توګه قضایي عدالت په تأمین کې اغیزمن رول لري. ټول هغه اجراات چې جنایي پولیس یې د جرم کشف او اثباتیه مدارکو راټولولو لپاره ترسره کوي، د قضایي پولیسو د یو مامور لخوانه باید په رسمي پاڼو کې ولیکل شي، دا پاڼې محضر نومېږي، که جنایي پولیس محضر ترتیب نه کړی اجراات یې قانوني بڼه نه شي موندلې، ځکه دا محضر د دوسیه رسمي اسناد ګڼل کېږي. د پېښی د ځای څخه جنایي پولیس د محضر ترتیبولو ترڅنګ باید لاس ته راغلي اثباتیه مدارک عکاسي، نمره ګزاري، اندازه ګیري، او هر اثر بېل بېل تشریح او بار بندي کړي ، څارنوال او قاضي چې د پېښی ځای کې شتون نه شی موندلې نو یوه ښه عکاسي چې د پیښی ځای څخه شوی وي قاضي او څارنوال ته د پېښی  د ځای رېښتني انځور وړاندی کوي، د هغې له مخې په پریکړه کولو کې آسانتیا مومي. د قضایي عدالت تأمین په موخه د جزایی اجرااتو قانون( ۷- ۸) مادو حکمونو پلی کول د پولیس، څارنوال، او قاضي لخوانه اړین دي. نوموړي قانون ۷ ماده کې د مظنون او تورن حقوق ذکر کړي لکه د سکوت حق، د ژباړن حق، مدافع وکیل حق، د قاضي ، څارنوال، مدافع وکیل او اهل خبره د رد حق او داسې نور حقوق، او د همدي قانون ۸ ماده د ۷ مادې د عملي کولو لپاره داسې حکم کوي(پولیس د نیولو په وخت، څارنوال د تحقیق د مخه، او قاضي د محاکمې د مخه مکلف دي چې د دې قانون په اوومه ماده کې درج شوي حقوق مظنون، تورن یا د هغه قانوني استازي ته څرګند او موضوع په محضر کې درج، د هغوي لاسلیک او د ګوتې نښه واخلي).

پایله

د دې موضوع د ترتیب او لیکلو وروسته دی پایلې ته ورسیدم چې اسلامي شریعت او وضعي قوانینو عدل او انصاف  ته زیات ارزښت ورکړیدې. قضایي عدالت په تأمین کې د جنایي پولیسو له لوري د جرم کشف، اثباتیه مدارکو راټولول اهمیت او ارزښت لري. د تورن او مظنون د حقوقو رعایت د قضایي عدالت  د تأمین لپاره اړین امر دې، که یاد حقوق ورکړل شي نو قضایي عدالت به تأمین شوی وي. مادي(فزیکي) اثباتیه مدارک د قضایي عدالت په تأمین کې اغیزمن رول لري. د جنایي پولیسو د جرم د کشف  ټولې کړنې باید په محضر کې ولیکل شي، تر څو شرعي او قانوني بڼه غوره کړي.

اخځلیکونه

۱- القرآن الریم

۲-  د حقوقي اصطلاحاتو قاموس( ۱۳۸۷ ه ل) د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی، ناشر:USAID

۳- عارفي محفوظ الله( ۱۳۹۸ ه ل) کریمنالیستک، پنځم چاپ، خپرندوی: یار خپرندویه ټولنه- ننګرهار

۴- نجابتي مهدی( ژباړن: مجاهد سمیع الله) علمي پولیس ،خپرندوی: مستقبل خپرندویه ټولنه – کابل

۵-واصل عبدالاقرار( ۱۳۹۸ ه ل) کریمنالیستک، خپرندوی: مستقبل خپرندویه ټولنه – کابل

۶- عدلی وزارت( ۱۳۸۲ ه ل) د افغانستان اساسي قانون، رسمي جریده – کابل

۷- عدلی وزارت( ۱۳۹۳ ه ل) د جزایی اجرااتو قانون، رسمي جریده – کابل

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *