افغانستان

په هلمند کې د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې

د هلمند د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د یک لنګ سیمې څخه د لښکرګاه – کندهار تر دوراهي پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې دي. 

د هلمند د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د یک لنګ سیمې څخه د لښکرګاه – کندهار تر دوراهي پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې پیل شوې دي.  د هلمند د ټولګټو ریاست مرستیال حاجي محمد ګل د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې  د دغه ولایت د یک لنګ سیمې څخه د لښکرګاه – کندهار تر دوراهي پورې د ۲۴ کیلومتره سړک د رغونې چارې د یاد ریاست په مالي ملاتړ د څه باندې ۲۲ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي، چې له دې سربېره ۲۴ پلګوټي په اساسي ډول رغول کېږي، چې چارې به یې په ۵ میاشتو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه چې په دغه ولایت کې به ټول ویجاړ شوي سړکونه، پلونه، پلګوټي بیا ورغوي او هغه موټر چلوونکو ته به اجازه ورنه کړي چې له اندازې ډېر بار یې د سړک د خرابوالي لامل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *