د علومو اکاډمۍ شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکي د دیني زده کړو له روزنیزې دورې فارغ شول
د افغانستان د علومو اکاډمۍ شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکي، د دې ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له یو کلن دیني زده کړو روزنېزې دورې له فراغت وروسته، ستاینلیکونه ترلاسه کړل.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکي، د دې ادارې د دعوت او ارشاد ریاست له یو کلن دیني زده کړو روزنېزې دورې له فراغت وروسته، ستاینلیکونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیر جان ثاقب، په ټولنه کې د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: علم د الله (ج) له ذاتي صفاتو څخه دی چې د هغه په وسیله د انسان او حیوان ترمنځ توپیر کېږي.
د ثاقب په وینا، علم داسې جوهر دی چې هېڅکله له انسان سره خیانت نه کوي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د اسلام په صدر کې پر درېو موضوعاتو (د اسراف پر نه کولو، د نشه يي توکو پر نه کارولو او دعوت او ارشاد) ډېر ټینګار شوی او د دغو ستونزو د حل یوازېنۍ لاره، په ټولنو کې د حقیقي دعوت او ارشاد ترسره کول دي.
دغه راز، د دعوت او ارشاد عمومي رئیس شیخ الحدیث والتفسیر محمد هاشم شهید ورور، په اسلامي ټولنو کې دعوت او ارشاد پر اهمیت خبرې وکړې او د ديني علومو پر زده کړو یې ټینګار وکړ.
هغه، یو بل ته د الهي احکامو او دیني مسایلو رسول او د دولتي ادارو د کارکوونکو د دیني پوهاوي کچې لوړول، د دعوت او ارشاد ریاستونو اساسي موخې وبللې.
د غونډې په دوام، د لوړو زده کړو وزارت معین شیخ الحدیث والتفسیر مفتي محمد الطاهر احمدي، دعوت او ارشاد د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د عالمانو ديني وجیبه وبلله چې موخه یې د عقایدو تصحیح او اصلاح کول دي.
هغه، د دیني علومو د زده کړې ترڅنګ، د عصري علوم پر زده کړې هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د عصري علومو زده کول، د ټولنې یوه اساسي اړتیاه ده.
همدا رنګه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د دعوت او ارشاد رئیس مفتي محمد اکبر مقسط، د دغه ریاست د تېر یوه کال مهمې لاسته لاوړنې شریکې کړې.
د غونډې په وروستۍ برخه کې، مسئولینو پر فارغانو ستاینلیکونه ووېشل.
د یادونې وړ ده چې په دې یو کلنه روزنیزه دوره کې، د افغانستان علومو اکاډمۍ شاوخوا ۴۰۰ کارکوونکو ته، د دې ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴ استادانو له خوا د تفسیر او ترجمې، احادیثو او فقهي مسایلو په اړه درسونه ورکړل شوي دي.