افغانستان

ازبکستان افغانستان ته د سیاسي او اقتصادي همکاریو ډاډ څرګند کړ

د ازبکستان سفیر یادګار خواجه شادمانوف د شنبې پر ورځ ( د چنګاښ ۳۱ ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، شادمانوف د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو پر پراختیا او د اقتصادي مسایلو په ګډون د اوسپنې پټلۍ د غزولو په اړه خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې ستانکزي د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو په اړه د ټینګار ترڅنګ هیله څرګنده کړه، چې ازبکستان به له افغانستان سره د برښنا رسولو او کرنې په برخه کې خپلې همکارۍ روانې ساتي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *