اجتماعی

د شمالي قطب کنګلونه په چټکه ویلې کېږي

تاند(یکشتبه، د جوزا ۲۸ مه) په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د شمالي قطب کنګلونه به د لسو او شلو کلونو ترمنځ یو مخ اوبه شي.

تاند(یکشتبه، د جوزا ۲۸ مه) په یوه تازه څېړنه کې څرګنده شوې چې د شمالي قطب کنګلونه به د لسو او شلو کلونو ترمنځ یو مخ اوبه شي.

په دې څېړنه کې ویل شوي، حتي که په نړۍ کې د کاربن ډای اوکسایډ د خپرېدو اندازه کمه هم شي، د شمالي قطب کنګلونه ممکن د دوبي په فصلونو کې یوه لسیزه تر هغه څه مخکې بیخي ویلي شي چې اټکل یې شوی و.

په دې څېړنه کې، چې په نېچر کمیونیکېشن ساینسي مجله کې خپره شوې، په شمالي قطب کې د کنګلونو قشرونه د څلوېښتو کلونو په مخه ارزول شوي دي.

په څېړنه کې وړاندوینه شوې چې حتي که د ګلتوني ګازونو د خپرېدو په تېره بیا د کاربن ډای اوکسایډ د خپریدو په مخنیوي کې پرمختګ هم وشي د راتلونکې لسیزې د نیمايي او د ۲۰۵۰ ترمنځ به په لومړي وار د سپټمبر داسې میاشت راشي چې هیڅ کنګل به نه وي.

څېړونکو له ۱۹۷۹ څخه تر ۲۰۱۹ پورې د هرې میاشتې د هوا درست معلومات راټول کړي او بیا یې هغه له جوړشویو ماډلونو سره پرتله کړي دي. دا معلومات ښيي چې د شمالي قطب د کنګلونو قشرونه د سپټمبر په منځویو کې په اوړي کې تر ټولو کم حد ته کمیږي.

دا د اقلیمي بدلونونو د خرابیدونکي وضیعت په اړه د ملګروملتو تر څارنې لاندې د پلاوي تر ټولو وروستی راپور دی.

دې پلاوي له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۲ کلونو د اقلیمي تغییراتو په راپور کې وړاندوینه کړې وه چې په یوویشتمه پېړۍ کې د ګلتوني ګازونو د خپرېدو د اندازې متوسط ته په کتو به د شمالي قطب کنګلونه د روانې پیړۍ تر نیمايي دوام وکړي.

خو د جنوبي کوریا د یوهانګ د ساینس او ټکنالوژۍ پوهنتون د استاد (مین سیونګ کې) تر څارنې لاندې په یوه نوې څېړنه کې خبرداری ورکړای شوی چې د شمالي قطب کنګلونه د یوې او دوو لسیزو په منځ کې له منځه ځي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *