افغانستان

د کرنې وزارت او د ازبیکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبیکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنیزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په تاشکند کې لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او په تاشکند کې د ازبیکستان د کرنې پوهنتون د لومړي مرستیال اسلاموف له خوا د ازبیکستان د اوبو لګولو وزیر او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکو په حضور کې لاسلیک شود دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو هېوادونو متخصصین د کرنې،

د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او د ازبیکستان د کرنې پوهنتون ترمنځ د کرنیزو زده کړو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیک په تاشکند کې لاسلیک شو. دغه هوکړه لیک د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او په تاشکند کې د ازبیکستان د کرنې پوهنتون د لومړي مرستیال اسلاموف له خوا د ازبیکستان د اوبو لګولو وزیر او د دواړو هېوادونو یو شمېر چارواکو په حضور کې لاسلیک شود دغه هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو هېوادونو متخصصین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخو کې خپلې تجربې له یو بل سره شریکې کړي او د کرنې وزارت ۶۰ تنه بزګرانو او متخصصینو ته به په تاشکند کې د ازبیکستان د کرنې په پوهنتون کې د لنډمهاله او منځمهاله زده کړو زمینه برابرېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *