افغانستان
امریکا د پاکستان په نا امنیو کې د افغانانو لاس لرل رد کړل
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وېیلي: “تر اوسه په پاکستان او یا هم د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې په ترهګریزو کړنو او عملیاتو کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وېیلي: “تر اوسه په پاکستان او یا هم د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې په ترهګریزو کړنو او عملیاتو کې د افغان کډوالو د ونډې په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي.” نوموړي دا هم وېیلي:«موږ داسې نښې نه دي لیدلې چې افغان کډوال دې په پاکستان او یا په سرحدي سیمو کې ترهګریز عمل ترسره کړي.»
هغه د پاکستان له خوا افغان مهاجرینو او مهاجرینو ته د پټنځایونو د برابرولو له امله مننه وکړه.
امریکایي ویاند زیاته کړه: موږ به په دغه هېواد کې د تروریستي ګواښونو په اړه له پاکستان سره خپلو همکاریوو ته دوام ورکړو.
په کابل کې چارواکو هم په پرله پسې ډول، د پاکستان د نا امنیوو تر شا له افغان خاورې لاس لرل رد کړي، خو پاکستان چارواکي له دې سره بیا هم په دې اړه خپلو ادعاوو ته دوام ورکړی.