جهان
په روسیه کې له حکومته د خلکو ډېرېدونکی خپګان
د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې (سي آی اې) مشر وېیلي، پر اوکرایین د یرغل له امله په روسیه کې د خلکو ډېرې شوې خواشینۍ په هغه هېواد کې د نورو جاسوسانو د جذبولو فرصت په کمسارې توګه ډېر کړی دی.
د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې (سي آی اې) مشر وېیلي، پر اوکرایین د یرغل له امله په روسیه کې د خلکو ډېرې شوې خواشینۍ په هغه هېواد کې د نورو جاسوسانو د جذبولو فرصت په کمسارې توګه ډېر کړی دی. ویلیم برنز په بریتانیا کې غونډې ته وېیلي، چې دده اداره به د جاسوسانو د موندلو دغه موخه ضایع نه کړي. هغه دا هم وېیلي چې په روسیه کې به له حکومته د خلکو ډېرېدونکی خپګان د ولسمشر پوتین د واک د کمزورۍ لامل وګرځي. دی وايي، په اوکرایین کې جګړه پر روسیه د پوتین د واکمنۍ «ویجاړوونکی» اغېز لرلی شي. سي آی اې پر حواله رسنیوو په روسیه کې ځینو کسانو ته د رسېدنې لپاره کمپاین پیل کړی و.