اجتماعی

نفوس د مځکې د مخ ښایست او زیور دی

که په یوځای کې (نفوس) نه وي هغه ځای به څوک کله وپېژني ، د نفوسوموجودیت هستۍ رامنځ ته کوي له بابا آدم نه تردې دمه د مځکې پرمخ دنفوسو پنځېدلود بشربقا تضمین کړی ، نفوس په مځکه اومځکه په نفوس ښه ښکاري نوځکه دواړه یود بل لازم او ملزوم ثابت شوی دي .

حیا ت الله حلیم

که په یوځای کې (نفوس) نه وي هغه ځای به څوک کله وپېژني ، د نفوسوموجودیت هستۍ رامنځ ته کوي له بابا آدم نه تردې دمه د مځکې پرمخ دنفوسو پنځېدلود بشربقا تضمین کړی ، نفوس په مځکه اومځکه په نفوس ښه ښکاري نوځکه دواړه یود بل لازم او ملزوم ثابت شوی دي .

انسانان د فزیکي جوړښت له مخې که دې نړۍ په هرګوټ کې وي یوشان خلق شوی دی احساسات او چاپېریالي ادراکات یې یوشانته او یوازې پرمزاج ، خواصواورنګونوکې یې توپېرلیدل کېږي ، ځکه ځینې انسانان خوش خویه ، مهربان او زړه سواندي وي ، برعکس یوشمېرنوربیا قصی القلب اوسخت زړې وي چې دا هرڅه ټول د انسانانوپه شخصي فطرت پورې اړه لري خو د هرډول فطرت او خواصو درلودونکي انسان بیا په مجموع کې دیوې جغرافیا په نفوس کې حسابېږي.

په افغانستان کې په رسمي او دقیق ډول نفوس شمېرنه ، نه ده ترسره شوې اوټول په لوړ تفاوت تقریبي ارقام استعمالوي چې دتقریبي ارقامو د اوسط له مخې د افغانستان نفوس اوس د ۴۵ میلیونو په شاوخوا کې تخمین شوی دی .

دا یوه ښکاره او طبیعي خبره ده چې په دې وروستیوکې د کرونا ویروس د نړۍ (نفوس) ته زیان واړاوه خود افغانستان په نفوس کې یې کوم ښکاره انقراض را منځ ته نکړځکه په دغه هېواد کې د کرونا د طاعون له امله د مرګ میر کچه ټېټه وه ، خو له کرونا د مخه د افغانستان په تېره ۴۵ کلنه غمیزه کې د افغانستان د پام وړ نفوس له انقراض سره مخ شوځکه داسې ټولنیزشرایط پرې راغلل چې ددغه ملک په هره برخه کې جنګونه را منځ ته شول دا ښکاره ده کله چې په یوه ملک کې د ژوند شرایط له تاوتریخوالیو سره مخ کېږي ، جنګونه را منځ ته کېږي ، باروت استعمالېږي یا کډوالۍ را منځ ته کېږي نوپه څرګنده د صحي او ټولنیزوخدمتونود عرضې په وړاندې هم خنډونه را منځ ته کېږي چې دا پخپله د نفوس د انقراض په وړاندې یوچلینج دی ځکه په ټولنیزژوند منفي اغیزغورځوي ، له بل پلوه غیرقانوني کډوالۍ ، د کوچنیانو د ناروغیوعدم واکسین اود ماشومانو د سالمې روزنې څخه د میندو عدم آګاهي ، دا ټول هغه څه دي چې د نفوس (بشر) ژوند ننګوي اوپه نتیجه کې وفیات زیاتېږي .

چین د نړۍ لومړنۍ ګڼ میشته هېواد دی چې نفوس یې ددوی او د نړیوالو د ارایه شویو ارقامو له مخې یو اعشاریه څلورمیلیارده  کسان ښودل شوی او په دې وروستیو کې د صنعت ودې په دغه ملک کې د وګړو د معیشت په اړه مثبت بدلون را وستی مانا داچې چینایان اوس د زیات نفوس با وجود په اقتصادي لحاظ تریوه برېده خوندي او کفاف ژوند لري .

دوهم ګڼ نفوسه هېواد هند دی چې د نفوسو شمېره یې د باوري سرچینو له مخې یواعشاریه دری میلیارده وګړوته رسېږي اود کرونا ویروس له چین وروسته دیاد هېواد له موجوده نفوس سره ناځواني وکړه ځکه په لوړه شمېره هندوانو ددغه ویروس د ابتلا له وجې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دپاکستان نفوس اوس ۲۲۰ میلیونو ته رسېږي چې د پښتنو نفوس نظرنورو قومونوته پکې ډېردی ځکه ددوی نفوس د پنجاب سیند له صوبو پرته یوازې د کوزې پښتونخوا اوصوبه بلوچستان په جغرافیا کې ۵۲ میلیونه اټکل شوی دی ، له پښتنو وروسته بیا د ۴۰ میلیونو په درلودلو سره سیندیان دي چې هغوی یوازې د سیند په صوبه اود کراچۍ په سترښارکې اوسېږي او(سرایکیان) هم په پنجاب کې ترڅلوېښت میلیونو پورې رسېږي ، وروسته بیا د ۳۰ میلیونه نفوس په درلودلو سره (بهاولپوریان) هم د پاکستان په ختیځ کې د هند سرحد ته ورڅېرمه سکونت لري، د پنجاب په شمالي برخو (کشمیر) کې نورپښتانه هم اوسېږي چې هغوی د پښتنو له پورتني رقم څخه مثتنی دي ، د پاکستان قوي کرنیزمحصولات پنبه ده چې پنبه د (سرایکستان ) او رحیم یارپه جغرافیا کې کرل کېږي او د پاکستان د صادراتو مهم او عمده قلم جوړوی او هم یې ددغه ملک په داخل کې د منسوجاتو اود ټوکرانود تولید صنعت ته وده ورکړې ده ، همدا وجه ده چې سرایکیان غواړي له پاکستان څخه ګوښې شي چې په دې توګه د سرایکیانو څلوېښت سلنه متنفذ او آزاد خیاله اوسېدونکي د پاکستان د استخباراتي کړیوترتعقیب لاندې دي، په پاکستان کې هرکال په لوړه شمېره آزاد خیاله بیلتون غوښتونکي چې پښتانه بلوچ او سرایکیان په کې شامل دي د پنجابیانو په تلک کې نښلي او شهیدان کېږي، لنډه داچې په پاکستان کې نه یوازې پښتانه، بلوچان، سرایکیان بېلتون غوښتونکي دي بلکه د بهاولپوریانو په ګډون نورقومونه هم غواړي چې د پنجاب له سلطې ځانونه خلاص کړي .

د کراچۍ ښارد پاکستان له عمده ګڼ میشتو اولویوښارونوڅخه شمېرل کېږي، په دغه ښار کې ۳۰ سلنه پښتانه، ۲۵ سلنه سیندیان، ۲۴ سلنه پنجابیان، عمدتاْ سرایکیان، بهاوالپوریان او شل سلنه د پرویز مشرف قوم (هندي مهاجرین) اوسېږي له همدې امله کله چې د پښتنو وزن په کراچۍ کې پرنورو قومونو زیاتېږي نو تبعیضي چلند او مخالفتونه ورسره زیاتېږي .

نفوس اصلاً د پاکستان په قبایلي اوکلیوالي سیموکې زیاتېږي چې دا ازدیاد نه یوازې په پښتونخوا بلکې د بلوچستان په صوبه کې هم په کلیوالي سیموکې متصوردی.

جالبه داده څومره چې صنعت په یوه ملک کې پرمختګ کوي په هماغه اندازه د نفوسو نسبي رشد په هغه ملک کې کمېږي علت یې دادئ چې وګړي ترهغه زیات مصروفېږي کوم چې دوی مسؤلیت لري ، یا پر بل عبارت د صنعت کرکیلې دودې په صورت کې د نفوسو د ازدیاد سرعت کمېږي ځکه وګړي ستړي وي اوډېراولادونه غواړي له بل پلوه د نړۍ په یوشمېرهغه هېوادونو کې نفوس یې په چټکۍ سره زیاتېږي لکه چین ، اوس د نفوس په ازدیاد کنترول را منځ ته شوی دی، که څه هم دا کومه عادلانه لاره نه ده ښه او معقوله لاره داده چې د ولادت ترمنځ دطبي منل شویوموازینو له مخې په تولد اوتناسل کې وقفه را منځ ته شي .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *