اجتماعی

اقتصادي پانګونې دکاري بوختیاوو درامنځته کېدو سبب کېږي

په افغانستان کې اوس مهال د ډاډمن امنیتی چاپیریال په رامنځته کیدو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ، په مختلفو برخو کې د پانګونې په موخه ښه زمینه برابره شویده 

شاه محمود درویش

په افغانستان کې اوس مهال د ډاډمن امنیتی چاپیریال په رامنځته کیدو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ، په مختلفو برخو کې د پانګونې په موخه ښه زمینه برابره شویده ځکه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د پانګونې لپاره ډیر ښه امکانات لري، یعني د طبیعي  زیرمو اوکانونو لکه: طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو… اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي، البته د هیواد د مثبت حالت په درک سره په دې وروستیو کې یو شمیر بهرنیو هیوادونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د ډله ییزه خپرندویه سرچینو په حواله د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست دچینایي شرکتونو د یوې ډلې له مسوولینو سره د ډبرو سکرو له سرچینو او د لمریزې بریښنا  په پروژو کې  د انرژي په موخه د پانګې اچونې په هکله بحث او خبرې کړيدي، په دغې کتنه کې د نوموړو شرکتونو د ګروپ  مسوولینو د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا ښودلې او په دې برخه کې یې د اوبو او انرژې  وزارت مشرتابه د همکاري غوښتنه کړې ده، د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست په دغې کتنه کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره اړخه کاري فرصتونه چمتو شوي او دپانګونې لپاره هم ښه زمینه برابره شویده، نوموړي ټینګار کړی، چې د پانګونې د چارو د چټکتیا په موخه دې ډیر ژر څو اړخیزهوکړه لیک ددې وزارت، د یادو شرکتونو د ډلې او نورو اړوندو ادارو ترمنځ لاسلیک شي ، ترڅو له هغه سره سم، په عملي توګه ګډې همکارۍ پیل شي.

هیره دې نه وي چې په افغانستان کې درې عمده موضوعات:«امنیت راتلل، د فساد نه شتون او د کوکنارو کښت له منځه وړل» له شک پرته دې ته زمینه برابره کړې چې بهرني پانګه وال راشي او دلته پانګونه وکړي، له دې سره سم د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي پردې باور دي چې د قطر، چين، ایران او پاکستان په ګډون د سیمې هیوادونه په افغانستان کې پانګونوته لیواله دي، دده په وینا په اوسني وخت کې اړتیا ده چې د افغانستان په کانونو او کرنیزو برخو کې ډیری پانګونې وشي، همداشان د ایران په څیر ډیر ګاوندي هیوادونه دي چې غواړي د وسپنې کان دوه تړونونه وګټي، چین او روسیې هم پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده، له بل لورې د اقتصادی چارو شنونکي په افغانستان کې د بهرنیانو د پانګونو لپاره د زمینې برابرول د هیواد د اقتصاد دغوړیدا لپاره ډیر مهم ګڼي، د اقتصادي چارو کارپوهان وایي د پانګه والو د مالي اوځاني امنیت برابرول، دبهرنیو پانګه والو لپاره د ملاتړ او هڅونې د حللارې پیداکول او په افغانستان کې د پانګونې د راجلبولو لپاره د روښانه او موخیزه تګلاره  درلودل، هغه څه دي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې مهم ګڼل کیږي، تردې مخکې د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي وو په افغانستان کې د اسلامی امارت له بیا واکمنیدو وروسته ډیرو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونوته لیوالتیا ښودلې او په وینایې یاد شرکتونه غواړي چې په خصوصي سکتور کې تر ۱۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.»

البته دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې په هیواد کې پانګونه او د صنعت پراختیا له شک پرته چې د اقتصادي ودې د پرمختګ او پیاوړتیا سبب کیږي، پردې بنسټ د هیواد ټولو قدرمنو پانګه والو ته ښایی چې د افغانستان د اقتصادي ودې او د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا په خاطر په مختلفو برخو کې پانګونې وکړي ځکه په ټولیزه توګه په هیواد کې پرکانونه او کرنیزو برخو پانګونه، د تولیدي او صنعتي فابریکو او کارخانو جوړول او رغاول د اقتصادي ودې او پرمختګ سبب کیږي، چې په دې برخه کې واقعاً د افغانستان اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسوول ارگانونه دنده لري چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرني پانگه وال دیته وهڅوي چې په پراخه کچه په دې برخو کې پانگونې وکړي، البته په ټوله کې  د افغانستان اسلامي امارت دنده اومسوولیت هم دی چې د امنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوند پانگه والوته باید دپانگونې په موخه  په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړي ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه ، آرام اوهوسا خاطرپانگونې وکړي او په ګران افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه اړوند خواوې ښه گټه واخلی.

البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که دسیمې او نړۍ هیوادونه د نورو مرستو  پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړي، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږي، ځکه له یوه پلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوي، له بل پلوه هیوادوالو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو د اقتصادي پرمختګ سبب کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *