افغانستان

ملګري ملتونه:  تېره اوونۍ په تاریخ کې ترټولو ګرمه وه

د ملګرو ملتونو پورې اړونده د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، د جولای پیل د نړۍ د موسم د ثبت شوي تاریخ ترټولو ګرمه اوونۍ وه.

د ملګرو ملتونو پورې اړونده د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، د جولای پیل د نړۍ د موسم د ثبت شوي تاریخ ترټولو ګرمه اوونۍ وه.

دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ووېیل که څه هم د «ال نینو» په نوم اقلیمي څپې د جون په میاشت کې هوا ډېره توده کړې وه، خو په تېره اونۍ کې د ګرمې هوا ټول پخواني ریکارډونه مات شوي دي.

په نړۍ کې ترټولو شدیده ګرمه اوونۍ په داسې حال کې ثبت شوې ده چې هسپانیا له سختې وچکالۍ او چین او متحده ایالتونه د ګرمې هوا له شدیدو څپو سره مخامخ دي.

د هوا پېژندنې نړیواله اداره وايي، هوا په وچه او سمندر دواړو کې د ریکارډ په کچه ګرمه شوې چې «ښايي پر چاپېریال او ژوندانه باندې ژورې اغېزې ولري.»

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د اقلیم د برخې مسئول کرسټوفر هیویټ ووېیل: «موږ په یو ناڅرګند وضعیت کې یو او ښايي نور ریکارډونه هم مات شي ځکه چې د ال نینو اقلیمي څپه لا د ودې په حال کې ده او کېدای شي تر ۲۰۲۴ پورې دوام ومومي… دا د مځکې دپاره د ډېرې اندېښنې وړ خبره ده.»

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې ووېیل چې د راټولو شویوو معلوماتو او څارنو پراساس یې د تېرې اوونۍ د ترټولو ګرمې هوا اټکل کړی دی.

د اروپا د اقلیم د څارنې ادارې «کوپرنیکس» هم فرانس پرس ته وېیلي چې د هغوی د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ په ۱۹۴۰ کال کې د موسم د تودوخې د ثبتولو د پیل راهیسې ترټولو ګرمه اوونۍ وه.

د کوپرنیکس ادارې وېیلي چې د دوی د معلوماتو له مخې، تېره پنجشنبې په اوسط ډول د نړۍ ترټولو ګرمه ورځ وه.

تېره اوونۍ، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوټرش ووېیل «روان وضعیت ښيي چې د اقلیم بدلون له کنټرول څخه بهر دی».

د ګرمۍ له کبله د ۶۱ زره انسانانو مړینه

کارپوهان وايي، بې سارې ګرمي د فصلونو د وچېدو، په غرونو او سمندرونو کې د یخچالونو او کنګل د ویلي کېدو او په ځنګلونو کې د اور لګېدو خطر زیاتوي، او ددې ترڅنګ انسانانو ته بېلابېلې روغتیايي ستونزې ایجادوي.

یوې تازه څېړنې چې نتیجه یې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، موندلې چې تېر کال په اروپا کې د ګرمۍ له امله ۶۱۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

د «نیچر میډیسن» په ژورنال کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، ددغو مړو شویو کسانو ډېره برخه د ۸۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکي خلک وو او د ګرمۍ له امله مړه شوي ۶۳ سلنه ښځې وې.

د ۱۸۰۰ لسیزې له نیمایي راهیسې نړۍ په اوسط ډول نږدې ۱.۲ سانتي ګراد ګرمه شوې ده، د سختې تودوخې څپې، په ځینو سیمو کې د سختې وچکالۍ او طوفانونو ترڅنګ د سمندرونو د سطحې د لوړېدو لامل ګڼل کېږي.

د هوا پېژندنې نړیوالې ادارې د قلیم د څېړنې د پروګرام مشر مایکل سپارو خبرداری ورکوي چې دا د «ال نینو اقلیمي څپې پیل دی» او ښايي له امله یې نړۍ ډېر ژر د ډېرو نورو جدي اقلیمي بدلونونو شاهده وي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *