افغانستان
پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د امارتي ادارو د کارکونکو دحاضرۍ څارنه و شوه
د ریاستالوزراء د عالي مقام د لارښوونې سره سم د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري، پلازمېنه کابل او ټولو ولایتونو کې د امارتي ادارو د کارکونکو حاضرۍ له نږدې وکتل شوې.
د ریاستالوزراء د عالي مقام د لارښوونې سره سم د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري، پلازمېنه کابل او ټولو ولایتونو کې د امارتي ادارو د کارکونکو حاضرۍ له نږدې وکتل شوې.
د لوی اختر د مبارکو ورځو د رخصتۍ پای ته رسېدو سره سم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د تفتیش ریاست او د وزارت د ولایتي ریاستونو له لوري د امارتي ادارو د کارکونکو د حاضریو څارنه او نظارت وشو.
د ويلو دی، چې پر وخت وظایفو ته حاضریدل، د وخت د ضایع کیدو مخنیوی، په غوره توګه خپلو دندو او مسؤلیتونو ته د کارکوونکو متوجه کول، په وخت د خدماتو ترسره کېدل، په رسمي چارو کې ګړندیتوب او هېوادوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کول د یاد اقدام له عمده او اساسي موخو څخه دي.