افغانستان

په افغانستان کې د ژمي مرګونې څپه او له کبله یې ځاني او مالي زیانونه

په داسې حال کې چې مرستندویو ټولنو لا پخوا په افغانستان کې د هوا د سړېدو په اړه خبرداری ورکړی و، اوس د سړې څپې له کبله د انساني او مالي زیانونو تازه راپورونه رارسېدلي دي.

 

په داسې حال کې چې مرستندویو ټولنو لا پخوا په افغانستان کې د هوا د سړېدو په اړه خبرداری ورکړی و، اوس د سړې څپې له کبله د انساني او مالي زیانونو تازه راپورونه رارسېدلي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د سرپرست وزارت د خطر د کمولو او وقایې رئیس ملاجانان سایق رسنیو ته په ویډیویي پیغام کې ووېیل: «د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې په راتلونکو څو ورځو کې د واورو او بارانونو امکان شته. په ډېرې خواشینۍ سره په هېواد کې د دې واورو او یخنۍ له کبله په بادغیس، فاریاب، نیمروز، غزني ولایتونو کې ۱۶ کسان شهیدان شوي او له ۲۰۰۰ تر ۳ زرو پورې څاروي هم تلف شوي دي.» د سایق له څرګندونو وروسته، کورنیو رسنیو   د جوزجان ولایت د آقچې ولسوالۍ په کوهستانات سیمه کې د سړو له کبله د یوې ښځې او دوو ماشومانو د مړینې خبر ورکړ.

همداراز د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سړو له کبله د یوې ښځې او درېیو ماشومانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

همدا رنګه په نیمروز ولایت کې هم د څه باندې ۲۵۰۰ څارویو د له منځه تلو خبر ورکړل شوی دی.

باختر آژانس د نیمروز د کرنې او مالدارۍ د رئیس له قوله وېیلي چې دا څاروي په تېره اوونۍ کې د یخنۍ او سختو بادونو له کبله مړه شوي.

پر ټولنیزو شبکو هم د هېواد له بېلابېلو سیمو د یخنۍ له کبله د ماشومانو او زړو په ګډون د زیانګالو خلکو د مړینو او ناروغیو خبرونه رارسېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *