اسلامی

پرمسلمه امت د حج مبارکه فریضه

هرمومن مسلمان ته ښایې چې دخپل ژوند په پړاويزوشيبو او مرحلوکې هغو صالحو اعمالو او کړنو ته زړه ښه كړي چې واقعاً دپاك خداى (ج) رضا پرې حاصليږي.

شاه محمود درويش

هرمومن مسلمان ته ښایې چې دخپل ژوند په پړاويزوشيبو او مرحلوکې هغو صالحو اعمالو او کړنو ته زړه ښه كړي چې واقعاً دپاك خداى (ج) رضا پرې حاصليږي. په دې لحاظ راځئ چې خپل كارونه دپاك خداى(ج) درضا او خوشحالۍ لپاره سرته ورسوو، همداشان خپل كار اوعملونه په هغه ډول اجرا كړو چې خداى (ج) په قرآن عظيم الشان او پيغمبر(ص) په احاديثو كې په وضاحت بيان كړيدي، په دې لحاظ حج هم د اسلام له پنځو بناوو څخه ركن دى .حج دخداى (ج) درضا دحاصلو لو لپاره او دالله (ج) دامر دپرځاى كولو  لپاره مسلمانان په ټاكلي وخت او ځاى كې چې وس يې رسيږي دحج په نيت پيل او دكعبې شريفې په طواف پاى ته  رسيږي.حج په حقيقت كې د اسلام له اركانو څخه هغه ركن دى چې له ټولو وروسته دنبوي هجرت په نهم كال کې فرض شوى دى او په ټول عمر کې يوځل په هرهغه مسلمان فرض دى چې مکې معظمې ته د ورتلو قدرت ، توان او استطاعت پيدا كړي. همدارنګه زه غواړم دحج  دادا كولو  په شرطونو ، فرضونو او واجباتو يوڅه رڼا واچوم.

حج پیژندنه: حج په لغت کې دقصد كولوپه معنا دى او په اصطلاح کې دالله تعالى كور ( بيت الله شريف) ته دځانګړو مناسكو دادا كولو لپاره په ټاكلي وخت کې قصد كولو ته حج وایې:

دحج حكم: حج داسلام دسپيڅلي دين پنځمه بنا ده چې په ټول عمر کې يو ځل دهغه مسلمان په ذمه چې دكور له نفقي پرته بيت الله شريف ته دتګ او راتګ توان ولري فرض کېږي.

دحج د فرضيت دليلونه: حج دقرآن عظيم الشان په آيتونو، نبوي احاديثو او دامت دعلماوو په اجماع سره فرض شوى پر چاچې حج فرض شي او قصداً يې ترك كړي دلويې ګناه مرتكب ګڼل کېږي. همدارنګه پرته له عذر څخه  وروسته والى هم ګناه بلل شوي ده. داعبادت زيات ثواب لري. لكه چې په يوه مبارك حديث کې راغلي دي: (( څوك چې يوازې دالله تعالى درضا لپاره حج وكړي او په هغه کې دجګړې اوفسق مرتكب نه شي نو له حج څخه په راستنيدو به له ګناه څخه داسې پاك شي لكه په كومه ورځ چې له مور څخه زيږيدلى وي)).

همداشان دحج شرطونه په لاندې ډول دي:

حج دوه ډوله شرطونه لري:

الف: دفرضيت شرطونه:هغه شرطونه دي چې دهغو له تحقق څخه پرته حج دمومن په ذمه نه فرض کېږي لكه: اسلام، عقل ،بلوغ، حريت( آزادي) مالي استطاعت (توان) دلارې امن، له ښځې سره دصالح محرم موجود والى او جوړوالى. دپورتنيو شرطونو په پام کې نيولو سره حج په كافر، ليوني، ماشوم، غلام، فقير اومسکېن نه فرض كیږي.

ب: د ادا شرطونه: دحج د ادا كولو لپاره دوه شرطونه لازم دي:

۱_ د حج د ادا كولو وخت. ۲_ احرام تړل.

دحج فرضونه او واجبات: په حج کې درې عملونه فرض دي:

۱_ احرام تړل، په تلبيه ويلو سره .

۲_ په عرفات باندې دريدل ( په ځانګړي وخت کې).

۳_ دزيارت طواف ( افاضي طواف) په دې بايد پو ه شئ چې احرام دحج له فرضي شرطونو څخه دى اوپر عرفات باندې وقوف ( دريدل) دحج ركن دى او وخت يې دذوالحجي دنهمې ورځې دلمر له زوال څخه داختر ورځې دصبح صادق (ريښتينى سبا) پورې دى او دزيارت طواف هم دحج ركن دى او وخت یې داختر د ورځې له ريښتينې سبا څخه د اختر ورځې ترپايه پورې دى دحج واجبات: په حج کې واجب عملونه هغه دي چې په ترك كولو ( نه كولو) سره یې دم ( دڅاروي حلالول ) پر حاجي لازميږي او په لاندي ډول دي:

  • له ميقات ( معين ځاى) څخه داحرام تړل.
  • دلمر ترلويدو پورې په عرفات دريدل.
  • په مزدلفه کې وقوف
  • دصفا اومروا په منځ کې سعى ( منډه ) كول
  • دجمرو ويشتل
  • سرخريل يا ويښتان كمول
  • دوداع طواف كول
  • قرباني ( د سردم)
  • دعرفې شپه په مينا کې تيرول

احرام: دحج يا عمري نيت كولو ته احرام وایي.

داحرام ترتيب: احرام كوونكى بايد نوكان غوڅ اوله بدن څخه ځينې ويښتان لرې كړي.

۱- غسل دې وكړي، كه غسل ونه كړي اودس دې وكړي

۲- دوه سپينې جامې (لنگ او څادر) دې واغوندي كه هغه نوي وي اوكه پريمنځل شوي، خو چې ګنډل شوي نه وي.

۳- خوشبویي دې استعمال كړي

د دوه ركعته لمونځ د ادا كولو وروسته كه چېرې يوازې  د حج اراده یې كړې وي داسې نيت دې وكړي: خدايه! (( ما دحج د ادا كولو اراده كړې ده. ته یې ماته آسانه وگرځوئ او له ماڅخه یې قبول كړې)او ودې وایي: (( لبيك بحج اللهم لبيك)) اوكه چېرې د حج اوعمري دواړو اراده یې كړې وي داسې نيت به كوي : ياالله! زه دحج اوعمرې اراده لرم ماته یې آسانه كړئ او دواړه له ما څخه قبول كړې او ودې وایي:

(( لبيك بعمره اللهم لبيك))

او كه یې يوازې دعمري د ادا كولو اراده كړې وي، داسې نيت دې وكړي: خدايه! زه د عمرې د ادا كولو اراده لرم ماته یې آسانه اوله ما څخه یې قبوله كړئ او ودې وایي: (( لبيك بعمره اللهم لبيك))

تلبيه: له احرام او دوه ركعته لمونځ كولو څخه وروسته دې تلبيه ووایي، دتلبیې په ويلو سره احرام تكميليږي نوبايد داحرام له ممنوعاتو څخه پرهيز وكړي.

تلبيه داده: ( لبىك اللهم لبيك لاشرىك لك لبيك ان الحمد والنعمه لك والملك لاشريك لك))

ترجمه: اى الله ! په عبادت ولاړيم تاته په عبادت ولاړيم تاته، نشته شريك تالره په عبادت ولاړيم تاته ثنا اوصفت تالره دى او نعمتونه ستا له خوا دي او پاچاهي تاسره ده .نشته هيڅ شريك تالره، وروسته د تلبیې له ويلو دې پر محمد صلى الله عليه وسلم باندې درود ووایي او وروسته له دې څخه دې په هره ناسته او ولاړه کې تلبيه وایي:

هغه عملونه چې په احرام کې جواز نه لري:

– دهغه عمل سرته رسول چې دشريعت له مخې ګناه وي، جنگ كول اوداسې كلمې په خوله راوړل چې دمخاطب دخپگان سبب کېږي، ښكاركول اوښكاري ته دښكارلار ښوونه كول، نارينه ته د ګنډل شويو جامو اغوستل، دخوشبویې استعمالول، نارينه ته دسرپټول، د بوټونو پر پښو كول چې ښنګري پټ كړي، دويښتانو غوڅول، خريل، د نوكانو پرې كول، په خوشبویي سره دسر، ږيرې او ځان پريمنځل ( غسل كول او د ځان مينځل دصابون له استعماله پرته روادی) د رنگه جامو اغوستل جنسي مقاربت اوهغه څه چې دمقاربت حكم كوي.

– د حج ډولونه: حج په درې ډوله دى:

– الف : افرادحج . ب: تمتع حج. ج : قرآن حج:

څوك چې حج كوي اختيار لري چې له دې درې ډوله حج څخه ديو ډول حج نيت وكړي.

الف: افراد حج: افراد ديوازيتوب په معنا دى اوتمتع حج هغه دى چې حاجي يوازې دحج  د ادا كولو احرام ( نيت) وكړي.

ب: تمتع حج: تمتع حج دگټې اخيستنې په معنا دى او تمتع حج هغه دى چې حاجي په بيل بيل احرام سره عمره او حج دواړه ادا كړي.

ج: قرآن حج: قرآن حج ديو ځاى كولو( پيوستون ) په معنا دى او قرآن هغه حج دى چې حاجي دحج او عمرې دواړو نيت په يوه احرام کې وكړي په دې صورت کې حاجي دعمرې له ادا كولو څخه وروسته ځان نه شي حلالولى پس څرنګه چې په دې حج کې تكليف زيات دى اجر یې هم خورا دروند دى.

عمره: عمره هغه عبادت دى چې په بيت ا لله الحرام کې ادا کېږي او څلور مناسك لري.

۱- احرام: احرام په عمره کې شرط دى.

۲- طواف: طواف  دعمرې ركن دى

۳- دصفا او مروا ترمنځ سعي كول واجب دى.

۴- وروسته له سعې څخه دسرخريل، يا لنډول هم واجب دى.

– عمره  په ټول عمرکې يوځل سنت ده، حتى دځينو علماوو په نزد واجب ده ، په دې بايد پوه شـئ چې دعمرې احرام دحج داحرام په څير دى نو كه له چا څخه دعمرې په احرام کې داسې عمل صادرشي چې د حج په احرام کې دڅاروي حلالول لازموي په عمره کې هم د دم ( حلالي) دلازميدو موجب کېږي.

– دحج اوعمرې توپير دادى چې حج په ټاكلي وخت کې ادا کېږي خو عمره ټول كال ادا کېداى شي.

يوازې دعرفې اوله عرفې څخه وروسته په نورو څلورو ورځو کې دعمرې ادا كول مكروه دي.

دښځو لپاره دحج ځانګړي احكام:

دحج زيات احكام نارينه او ښځينه په يوه ډول سره ادا كوي خو په ځينو ځايونو کې ښځينه احكام نسبت نارينه ووته څه توپير لري چې په هغو کې دښځې دطبيعت رعايت شوى دى اوهغه دادي:

– ښځې ته د ګنډل شويو جامو اغوستل روا دی

– ښځې ته لازمه ده چې په احرام کې خپل سرپټ كړي

– په لوړ آواز سره بايد تلبيه ونه وایي

–              ښځې سرنه خریې بلکې يوازې دويښتانو سرونه اخلي

–              په طواف کې د اوږو له خوځولو څخه ډډه كوي. يوازې په صفا  او مروا کې دسعې كولو په وخت کې په خپل تګ کې څه چټكتيا راولي.

ديادونې وړ ده زموږ هغه شمير هيوادوال چې دغه مباركه فريضه یې په برخه شوې ده بايد كوښښ وكړي چې دمبارك حج د ادا كولو ټول شرايط ، فرايض واجبات او مستحبات په ښه توګه ترسره كړي او په خپلو دعاګانو کې هم بايد دهيوادوالو ترمنځ اتفاق، يووالى، ورورولي او ټولو هيوادوالو ته هوسا ژوند دهيواد سمسورتيا، ښيرازي، آبادي، ترقي اوپرمختګ هير نه كړي ترهغه چې د دوئ په برحقو دعاګانو رب العالمين په خپل قدرت كامله سره پر افغانانو ورحمیږي او په هیواد کې روان اقتصادي ستونزې او ننګونې پای ته ورسوي  او په پايله کې دې سرلوړى افغانستان د ټولو افغانانو له پاره دامن او هوسياينې په څپانده ماحول بدل كړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *