افغانستان

پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې ۵۰۰ افغانان نیولي

د پاکستان د پولیسو چارواکي وايي چې په پلازمېنه اسلام اباد کې یې نژدې ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.

د پاکستان د پولیسو چارواکي وايي چې په پلازمېنه اسلام اباد کې یې نژدې ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي نیولي دي.

د اسلام اباد د پولیسو یوه چارواکي پاکستاني رسنیو ته د خپل نوم د نه څرګندولو په شرط ویلي چې په وروستیو دوو اوونیو کې یې ۴۹۱ افغانان په اسلام اباد ښار او شاوخوا لمنو کې نیولي دي.

ده د دغو کسانو د نیونې دلیل د قانوني اسنادو نه لرل او په جنايي پېښو کې لاس لرل وباله.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ادعا کړې چې ځینې افغانان یې د جوارۍ (قمار)، مخدرو موادو، بې ضرورته ګرځېدا او د موبایل ټېلفونونو د غلا په تور نیولي دي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانانو رسنیو ته ویلي چې په اسلام اباد کې پاکستاني پولیس هغه افغانان هم نیسي چې د ملګروملتو د مهاجرت کارتونه لري.

د پاکستان په سند ایالت کې په ځانګړي ډول ډیر افغانان نیول شوي دي.

د هغوی یو شمېر له خوشی کېدو وروسته افغانستان ته دیپورت شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *