افغانستان

د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ

د جون ۲۰مه د کډوالو نړیوالو ورځ ده. دا ورځ په داسي حال کې لمانځل کېږي چې په نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه انسانان په مهاجرت کې شپې ورځې سبا کوي.

د جون ۲۰مه د کډوالو نړیوالو ورځ ده. دا ورځ په داسي حال کې لمانځل کېږي چې په نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه انسانان په مهاجرت کې شپې ورځې سبا کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په هره یوه دقیقه کې ۲۰ تنه خپل ټول شته پرېږدي او د جګړو، زور زیاتي او وژل کېدو له وېرې تښتي.

د کډوالو د لویې کمیشنرۍ په وینا دا کسان مجبوره کړای شوي چې خپلې مېنې پرېږدي. د هغوی په منځ کې تر ۲۶ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه یوازې د ۵ هېوادونو دي. په بله ژبه په سلو کې ۶۸ کډوال د پنځو هېوادونو دي.

که څه هم د افغان کډوالو کره شمېر ښايي څرګند نه وي خو د کډوالو نړیواله کمیشنري وايي، افغانان په نړۍ کې د کډوالو د شمېر له پلوه درېیم دي. په هرو لسو افغانانو کې یو تن مهاجر دی. شاوخوا ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانان په مهاجرت کې زېږېدلي دي. په سلو کې ۸۸ افغان کډوال په پاکستان او ایران کې مېشت دي.

په ۲۰۲۲ کې تر ټولو ډېر کډوال د سوریه وال وو. د نړۍ د ټولو کډوالو په سلو کې ۲۵ سوریه وال دي. د سوریې د کړکېچ ۱۰ کاله وځي په ۲۰۲۱ کې په نړۍ کې د سوري کډوالو شمېر ۶ میلیونه او ۷ لکه اټکل شوی و. اکثره سوریه وال لبنان، اردون، عراق، مصر او ترکیې ته کډوال شوي دي.

اوس د کډوالو یو بل ستر ملت اوکرانیان دي. له دغه هېواده په ډېر لنډ وخت کې تر ټولو ډېر کسان مهاجر شوي دي. د ۲۰۲۲ له اپریله تر ۵ میلیونه او ۲ لکه ډېر اوکراینیان له خپل هېواده کډوالېدو ته مجبوره شوي دي. نژدې ۳ میلیونه اوکراینیانو ګاونډي پولنډ ته پناه وړې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *