اجتماعی

افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو ارزښت لوړولو لپاره باید بڼوالي عصري شي

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې مخ په زیاتېدو دي، د ورښتونو د موسم د بدلون او بڼې سربېره هېواد د پرله پسې درېیم کال لپاره له وچ اوبۍ سره مخ دی، چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې کرنیز محصولات اغېزمن کړي دي.

په افغانستان کې د اقلیمي بدلون اغېزې مخ په زیاتېدو دي، د ورښتونو د موسم د بدلون او بڼې سربېره هېواد د پرله پسې درېیم کال لپاره له وچ اوبۍ سره مخ دی، چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې کرنیز محصولات اغېزمن کړي دي.

کندهار، چې څه باندې ۲۰ زره هکټاره مځکه یې د انګورو باغونو پوښلې هغه ولایت دی، چې اقليمي بدلون په کې اغېزې پرېښې دي. د دغه ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی ميرا جان وایې تېر کال د اوبو لږوالي او تر هغه را وروسته د فصل ټولولو پر وخت بې وخته ورښتونو یې د بڼ پیداوار اغېزمن کړل.

“تېر کال ورښتونه پر داسې مهال پیل شول، چې موږ له باغ نه انګور ټولول د باران له درېدو وروسته، چې مو هر واښکي ته لاس اچاوه هغه توېده، چي پخوا به ۲۰ صندوقه انګور ټولېدل موږ یوازې ۱۰ صندوقه ترې واخیستل”.

عصري بڼوالي:

افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو لپاره باید بڼوالي عصري شي

د افغانستان په نژدې ټولو ولایتونو کې بڼوالي په عنعنوي یا دودیز بڼه کېږي.

د بڼونو له جوړېدو نیولې بیا د اوبه خوړ د سیسټم او فصل ټولول ټول په هغه بڼه کېږي، چې له پېړیوو را روان دی.

د بېلګې په توګه، د افغانستان په سړو سیمو کې بڼوال خپل د انګورو تاکونه له سړې هوا د ساتلو په خاطر په ژمي کې تر خاورو لاندې کوي.

د پسرلي د فصل له رسېدو سره بڼوال بېرته خپل تاکونه له خاورو را باسي، چې دا چاره اوونۍ او میاشت وخت اخلي.

خو هغه بڼوال، چې خپل د انګورو باغونه یې د ټرایلس یا په عامه توګه چیله سیسټم ته اړولي، وایي اوس اړ نه دي دغه کار وکړي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالصمد حمید وایي ۳ کاله وړاندې یې خپل د انګورو بڼ د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په مرسته له عنعنوي بڼې عصري هغې ته واړاوه.

“لومړۍ ګټه یې دا ده، چې پیداوار زیات شوی دی، دویم د سړې هوا په مقابل کې د عنعنوي بڼوالۍ پرتله غوره میتود دی، په بڼ کې کرنیز عملیات خورا اسانه شوي دي، لکه د درملو شیندل، د ناسمو ښاخونو غوڅول، د فصل ټولول، اوبه لګول او داسې نور …”

ښاغلی حمید وایی تېر کال په ګڼو سیمو کې انګور د ورښتونو او سېلابونو له کبله خراب شول، خو دده په خبره د باغ حاصلات یې ځکه خراب نه شول، چې له مځکې پورته وو.

په افغانستان کې د عصري باغوانۍ د ترویج لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې بېلابېل کورني او بهرني بنسټونه کار کوي.

د (Roots of Peace) یا د سولې بنسټ چې د امریکا نړیوالې پراختیایي ادارې له خوا یې ملاتړ کېږي له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د ښه والي او بازار موندنې برخه کې کار کوي.

په کندهار کې ددغه بنسټ استازی فیض الرحمن ابراهیمي وایي تېر یو کال کې یې په کندهار، هلمند، کندوز او بلخ کې په نمونوي توګه ۱۰۰۰ جریبه د انګورو باغونه چیله عصري سیسټم ته اړولي دي.

“ډېری فنګسي ناروغۍ په خاوره کې دي، په دودیز سیسټم کې – هغه مېوه چې له ځمکې سره په تماس کې وي ډېر ژر ترې اغېزمنېږي، همدا ډول مېوه د کرنیزو عملیاتو پر مهال زیان ویني، چې دا هم فنګسي ناروغیو ته لاره هواروي”.

ښاغلی ابراهیمي وایي بې وخته ورښتونه په ځانګړې توګه د فصل ټولولو پر مهال د رطوبت د زیاتوالي لامل کېږي، چې دا هم مېوه خرابوي په ځانګړې توګه انګور.

نوموړی وایي په عصري بڼوالۍ کي انګور د ځمکې له سطحې لوړ او د باران له ورېدو وروسته د باد په مرسته وچېږي او په دې سیسټم کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه پورې په پیداوار کې زیاتوالی راځي.

د عصري سیسټم ننګونې:

د (Roots of Peace) یا د سولې بنسټ د پروګرام موخه د اقلیم بدلون د ګواښونو د کچې راټیټول، د کرنیزو محصولاتو د ارزښت زیاتول او له کورنیو بازارونو سره د بزګرانو نښلول دي.

د بڼوالۍ له عصري بڼې سره نه بلدتیا او له عنعنوي بڼې نه مېکانېز یا عصري سیسټم ته د باغونو د اړولو لومړني لګښتونه هغه دوه لامله دي، چې د ښاغلي ابراهیمي په خبره ګڼ بڼوال نه غواړي خپل باغونه بدل کړي.

د کرنې د برخې یو کارپوه انجنیر محمد نعیم پوپل نه یوازې دا چې په افغانستان کې د انګورو د تولید پر عصري کیدو ټینګار کوي، بلکې وایي ورسره سم باید د بڼوالو پوه هم لوړ شي.

ښاغلی پوپل وایي په تېرو کلونو کې ګڼو مرستندویو بنسټونو یوازې د باغونو د بڼې بدلولو کوښښ کړی، خو پر فکري بدلون یې کار نه دی کړی: “بزګران په دغه نوی سیسټم کي هم له دودیزو میتودونو کار اخلي د بېلګې په توګه د تاک د ښاخونو پرېکول، چې دا په عصري سیسټم کې د عنعنوي پر تله توپیر کوي”.

ښاغلی پوپل وايي د کروندګرو دغه ډول کړنې د عصري بڼوالۍ د ناکامېدو لامل کېږي او دا څه ددې لامل کېږي، چې نور بڼوالي عصري بڼوالۍ نه مخ واړوي.

انګور د افغانستان د کرنیزو تولیداتو تر ټولو لویه برخه جوړوي او د کرنې وزارت د مالوماتو له مخې هر کال نژدې ۹۰۰ زره ټنه انګور په دغه هېواد کې تولیدېږي.

دا چې د طالبانو د حکومت د کرنې وزارت ددغه صنعت او ورته نور کرنیزو محصولاتو د پیاوړتیا او اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کومه کړنلاره لري څه نه وایي، خو تېر جمهوري حکومت د کرنې په لس کلنه ستراتیژۍ کې د بڼوالۍ د عصري او میکانیزه کولو سربېره د اوبو لګولو سیسټم له دودیزې بڼې نه د څاڅکو یا ډراپ سیستم ته پر اړول کېدو ټینګار کړی و. بي بي سي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن