افغانستان

په کانونو کې د ماشومانو پر کار کولو بندیز ولګول شو

د افغانستان د کانونو وزارت چارواکيوو په یوه اعلامیه کې وېیلي چې له دې وروسته به ماشومانو ته په کانونو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د کانونو وزارت چارواکيوو په یوه اعلامیه کې وېیلي چې له دې وروسته به ماشومانو ته په کانونو کې د کار کولو اجازه ورنه کړي.

د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور ټینګار کړی، چې که ماشومان په کانونو کې د کار ښکار شي، د کانونو د استخراج مخه به ونیول شي او سرغړونکي به مجازات شي.

د افغانستان په کانونو کې دا مهال د ماشومانو د کار د شمېر په اړه کره شمېرې نشته، خو د «Save the Children» نړیوالې موسسې تازه سروې ښيي چې شاوخوا نیمايي افغان کورنۍ له خپلو ماشومانو سره کار کوي.

د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحادیې مشر “محمد معروف قادري” څه موده مخکې ووېیل، چې د شمېرو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان ماشومان په کار بوخت وو.

هغه زياته کړه، چې بېوزلي مخ په ډېرېدو ده، په ورته وخت کې له کار څخه د ماشومانو بېرته راستنېدل د حل لاره نه ده او تر څنګ يې نړيوال ملاتړ هم کمزورى دى، نو د داسې پرېکړې عملي کول ناشوني دي.

معروف ووېیل، د افغانستان په پخواني حکومت کې د څه باندې ۱۲ کلونو لپاره پلان ترتیب او تصویب شو چې له مخې یې باید په لسو کلونو کې پر ماشومانو د کار بندیز لرې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تازه ادعا کړې، چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو شمېر کم دی.

د وزارت یوه مقام وېیلي، چې په کابل ښار کې له ۳ زرو تر ۵ زرو ماشومان پر کارونو بوخت دي او په څو نورو لویوو ښارونو کې تر ۵۰۰ سوو یې شمېر رسېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *