
اختطاف ستر جنایت اوغیر انساني عمل دی
له شک پرته چې اختطاف یا انسان تښتونه په اصل کې یو ناروا، غیر اخلاقي او غیر انساني نه بخښونکی عمل او یو ستر جنایت دي، خو سره له دې هم زموږ په هیواد کې د یو شمېر خودغرضه کړیو له خوا د ماشومانو، تنکیو ځلمیانو، نجونو، ملي تجارانو او...
شاه محود درویش
له شک پرته چې اختطاف یا انسان تښتونه په اصل کې یو ناروا، غیر اخلاقي او غیر انساني نه بخښونکی عمل او یو ستر جنایت دي، خو سره له دې هم زموږ په هیواد کې د یو شمېر خودغرضه کړیو له خوا د ماشومانو، تنکیو ځلمیانو، نجونو، ملي تجارانو او… د تښتولو ناوړه عمل ترسره کېږي او هم یو شمېر ماشومان له اختطاف څخه وروسته د ځینو ناوړه اغراضو په موخه بهرنیو ملکونوته د قاچاقچیانو له خوا لیږدول کیږي، چې دا ډول پیښوهم واقعاً د خلکو اندیښنې راپارولې دي، خو دې ټکي ته مو هم باید پام وي چې د اسلامي امارت دامنیتي ارگانونو چارواکي او اړوند موظفین لاس ترزنې ناست نه دي، بلکې شپه او ورځ ویښ او په پرله پسې ډول په دې هڅه او هاند کې دي، چې په هیواد کې د هر ډول جرم او جنایت مخه ونیسي او عاملین یې د خپل ناوړه عمل د سزا په خاطر عدلي او قضایی ارگانونو ته ور وپېژني. البته د اختطاف کوونکو ډلو د نیولو په لړکې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شوي چې په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې یو تن ملي سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوی دی، د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د پولیسو د ځانګړو قطعاتو د عمومي قوماندانۍ سرتیرو د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له ځواکونو سره په ګډه د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د یولړ ځانګړوعملیاتو په ترڅ کې یو سوداګر د تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی، نوموړي زیاته کړې چې حاجي سردار د عبدالستار زوی د مزارشریف د لومړئ حوزې اړوند ګذر قبادان له سیمې څخه څه باندې یوه میاشت وړاندې د وسله والو کسانو له لورې تښتول شوی وو او په مقابل کې له کورنۍ څخه یې درې سوه زره امریکایي ډالر غوښتل شوي وو، د مجرمینو ډله د پولیسو د کشفي اورګانونو تر تعقیب وروسته وپېژندل شوه او بالاخره د یولړ دقیقو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یاد سوداګر روغ رمټ وژغورل شو، البته د پېښې دوه تنه عاملین هم نیول شوي او قضیه تر څېړنې لانده ده. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دهیواد په یو شمېر سیمو کې د غلاوو او انسان تښتوونو پیښې ترسره شوي او خلک یې هم اندېښمن کړي دي، خو د اسلامی امارت امنیتي موظفین بیا ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به هغه ډلې ونیسي چې په غلاوو او یا نورو ورانکاره پېښو کې لاس لري. البته ددې له پاره چې د اسلامی امارت امنیتي موظفین تل د مجرمینو په نیولو کې برلاسې وي باید د هیواد په گوټ گوټ کې قانون ماتوونکو ته د هیڅ راز ناوړه کړنو او جنایاتو د ترسره کولو مجال ورنه کړای شي، یعنې دفعالو کشفي او استخباراتي تدابیرو په ترڅ کې ددوی هر ډول ناوړه موخې په ریښه کې باید شنډ کړای شي، بناءً خلک هم تل همدا غوښتنه اوهیله لري، چې که چېرې دغه انسان تښتوونکي او قاچاقبران د اړوندو امنیتي موظفینو له خوا نیول کېږي، نو د دوئ پروړاندې باید له هیڅ راز زړه سوي او ترحم څخه کار وانه خیستل شي، بلکې د هیواد د عدلي او قضایي ارگانونو له خوا دې سخته سزا ورکړای شي تر څو نوروته د عبرت درس وگرځي، همداراز د انسان تښتونې او قاچاق د سترو جنایاتو د مخنیوي لپاره د امنیتي موظفینو ترڅنگ ټولو هیوادوالو ته هم لازمه ده چې د خپلو ماشومانو او تنکیو ځلمیانو کلکه څارنه وکړي او که چېرې شکمن کسان په خپلو اړوندو ساحو کې ویني نو باید اړوند امنیتي موظفین پرې خبر کړي، دا واقعاً ډیره ضروري ده، چې باید د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ هراړخیزه همکاري او همغږي تامین او لاپیاوړې شي ترڅو په دې توگه هیڅ مخرب، خاین او قانون ماتوونکی د قانون له منگولو څخه ونه ژغورل شي، ترڅو قدرمنو هیوادوالو ته د هوسا ژوندانه د پرمخ بیولو لپاره د بشپړ مصؤنیت فضا برابره شي، بناءً د اسلامی امارت امنیتي ارگانونه باید په نه ستړي کیدونکو هلوځلو سره مجرمین، انسان تښتوونکي او دټولنې دعامه نظم اخلالوونکي ونیسي او د خپل ناوړه عمل په سزا یې ورسوي، تر هغو چې په ټولنه کې د قانون په تطبیق سره د هر راز جرم او جنایت مخه په کلکه توګه ونیول شي او هیوادوالو ته دهوسا ژوندانه په موخه له هره پلوه د بشپړ مصونیت فضا مساعده شي.