اسدالله خان د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر وټاکل شو
د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ اعلام وکړ، چې اسدالله خان د نورالحق ملکزي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ د دوشنبې پر ورځ اعلام وکړ، چې اسدالله خان د نورالحق ملکزي پر ځای د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وېيلي، نورالحق ملکزی د کورنیو ستونزو له کبله له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
اسدالله خان له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ مشر، د غوراوي کمېټې مشر او د وېدیو شنونکي په توګه کار کړی دی.
اسدالله خان وایي: زه ویاړم، چې د لوبغاړیو د غوراوي کمېټې مشري پر غاړه اخلم. د افغانستان کرکټ بورډ زما لپاره کومه نوې اداره نهده؛ ځکه، چې زه د دې عالي ادارې لپاره د کار کولو بډایه تجربه لرم. زه ژمن یم، چې تکړه لوبغاړي وپېژنم او هغوی د هېواد د استازیتوب او په نړیواله کچه د بریا ترلاسه کولو فرصتونه برابر کړم.
د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د غوراوي کمېټې د مشر په توګه د نورالحق ملکزي له دندو او هڅو ستاینه وکړه.
دغه راز یې د ملي لوبډلې لپاره د تکړه لوبغاړیو په ټاکلو او د ځوانو استعدادونو په روزلو کې د ملکزي هڅې وستایلې.
ښاغلي اشرف اسدالله خان ته هم مبارکي ووېیله او د غوراوي کمېټې د رهبري کولو لپاره یې د هغه پر وړتیا باور څرګند کړ، په نړیوالو سیالیو کې یې د بریا پر ترلاسه کولو او افغانستان ته د ویاړ پر راوړلو ټینګار وکړ.
د غوراوي کمېټې پخواني مشر نورالحق ملکزي د خپلې دورې په اوږدو کې د کرکټ بورډ له مشرتابه څخه د ملاتړ او باور له کبله مننه وکړه او ژمنه يې وکړه له اسدالله خان او بورډ سره به هر اړخیزې همکارۍ ته ژمن وم.