لوی درستیز د بدخشان پېښې د امریکا کار بللی
د افغانستان لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت امریکا د داعش ډلې په ملاتړ او د بدخشان د وروستیوو پېښو په تمویل تورنه کړې ده.
د افغانستان لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت امریکا د داعش ډلې په ملاتړ او د بدخشان د وروستیوو پېښو په تمویل تورنه کړې ده.
نوموړي د یادو پېښو په اړه یوه وینا کې وېیلي، چې داعش ډله له امریکا څخه تمویلېږي او دا پېښې د دوی د مورال خرابولو په نیت شوې دي.
دغه لوړپوړي مقام خبرداری ورکړی، چې د داعش ګواښ به د اسلامي امارت مجاهدین ونه وېروي او دوی به د دې ډلې په ځپلو وتوانېږي.
تېره اوونۍ د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد ښار کې، د دغه ولایت د والي مرستیال مولوي نثار احمد احمدي په یوه ځانمرګي برید کې شهيد کړای شو او یو شمېر ملګري یې ټپيان شول.
دغه راز، د نوموړي د فاتحې پر مهال په جومات کې د چاودنې پر مهال یو شمېر مجاهدینو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
داعش ډلې د دواړو پېښو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
په وروستیو کې روسیې هم امریکا د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړې او ویلي، چې افغانستان کې وروستۍ پېښې د دغه هېواد له لوري تمویلېږي.