افغانستان

د لويې پکتيا قومي مشرانو له حکومت څخه د بنسټيزو پروژو غوښتنه وکړه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د جوزا په ۱۸مه د لويې پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره وکتل.

‏د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل د جوزا په ۱۸مه د لويې پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او ديني عالمانو سره وکتل.

یادو قومي مشرانو د لویې پکتیا په لرې پرتو سیمو کې د ولسونو پر ستونزو خبرې وکړې او ويې وېیل اړتیا ده، چې په دغو  سیمو کې پراختیايي چارې ترسره  او ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.

هغوی زیاته کړه، چې د لویې پکتیا ولسونه د اسلامي امارت ملاتړ او ورسره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

دغو قومي مشرانو ووېيل، په تېرو څو لسیزو کې د لویې پکتیا لرې پرتو سیمو ته هېڅ کار نه دی شوی او لا هم خلک له لومړنيو خدمتونو څخه محروم دي.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر ووېیل د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې د ښارونو او کليو ترمنځ واټن له منځه ولاړ شي او ټولو ته به يو ډول پاملرنه کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې هڅه کوي لرې پرتو سیمو ته هم د اساسي او بنسټیزو خدماتو لړۍ وغځوي.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال په ښه توګه دې موخې ته د رسېدو لپاره له نړيوالو څخه هم د مرستو غوښتنه وکړه او په پای کې يې ډاډ ورکړ، چې د ولسونو د ستونزو حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي. د یو بل خبر له مخې، ‏د رياست الوزرا اداري مرستيال هم د پکتيکا له مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او يو شمېر مجاهدينو سره وکتل.

مولوي سعادت د نورو په استازيتوب د امنيتي وضعيت، ښوونې او روزنې، روغتيا، ديني مدرسو، مواصلاتي لارو او د پکتيکا د خلکو ستونزو په تړاو د رياست الوزرا اداري مرستيال ته مالومات وړاندې کړل.

‏د پکتیکا مرستیال والي زياته کړه، د دې ولايت سيمه ييز مسوولين توانېدلي، چې په امنيتي، ټولنيزو او د خدمتونو وړاندې کولو برخو کې ښه عمل وکړي.

په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال په دغه کتنه کې وويل چې د پکتيکا ولايت خلکو او مجاهدينو د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد لومړۍ کرښه کې شتون درلود او بايد وستايل شي.

‏نوموړي ښوونه او روزنه، روغتيا او مواصلاتي لارې د خلکو لومړني حقوق وبلل چې په وينا يې له بده مرغه په تېرو کلونو کې ورته ډېره پاملرنه نه ده شوې.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې په پورتنیو برخو کې د معياري خدمتونو وړاندې کولو لپاره خپله ټوله هڅه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *