افغانستان

خیرخواه:  اقتصادي آزادي د هېواد د پانګوالو مسئولیت دی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه کندهار کې د سنو فارما درملو توليدي کارخونې په پرانيست غونډه کې وویل، چې اقتصادي آزادي د هېواد د پانګه والو مسئولیت دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه کندهار کې د سنو فارما درملو توليدي کارخونې په پرانيست غونډه کې وویل، چې اقتصادي آزادي د هېواد د پانګه والو مسئولیت دی.

په یاده غونډه کې  ملا خيرالله خيرخواه خوښي وښوده چې د هېواد په کچه د یوې لویې او معیاري کارخونې په پرانیست غونډه کې ګډون کوي.

خيرخواه د خپلې وینا پرمهال همدا رنګه زیاته کړه، چې کارخونې او فابريکې جوړول د هېواد اقتصادي حالت نور هم بډايه او پر ځان بسيا کولای شي.

نوموړي له ټولو ملي پانګه والو او سوداګرو غوښتنه وکړه، چې خپلې شتمنۍ او پانګې په هېواد د ننه کې پر ځای ولګوي، چې په دې سره به له یوې خوا هېواد په ځان بسيا شي او بل به مو شتمني ساتل شوې وي؛ ځکه چې اوس امنيت خوندي دی او د خلګو شتمني په امنيت کې ده.

نوموړي وویل، چې اقتصادي آزادي د هېواد د ټولو پانګه والو مسئوليت او دنده ده، څو د هېواد اقتصاد پر پښو و دروي او د اقتصادي پرمختګ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *