تېرو ۲ میاشتو کې 1000 افغان ماشومان د زړونو د سوري والي له امله مړه شوي
د افغاني سرې مياشتې ټولنې چارواکي وايي د تېرو ۲ مياشتو پر مهال يې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي.
د افغاني سرې مياشتې ټولنې چارواکي وايي د تېرو ۲ مياشتو پر مهال يې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي چې درملنې ته په تمه دي.
د دغې ټولنې وياند عرفانالله شرفزوی وايي چې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته ۱۰۰۰ ناروغان له درملنې وړاندې مړه شوي او دا مهال ۱۱۰۰۰ ناروغان درملنې ته په تمه دي. د نوموړي په وينا، يادې ادارې د زړه سوري ۲۵زره ناروغان د درملنې لپاره ثبت کړي،چې د څه باندې ۱۲زرو يې درملنه شوې او څه باندې ۱۱۰۰۰ نور يې درملنې ته په تمه دي.
شرفزوی وويل: ((د هېواد په کچه د زړه سوري ناروغۍ ډېره شوې او موږ سره ۱۱۰۰۰ناروغان ثبت دي چې ۱۰۰۰ يې درملنې ته په تمه مړه شوي او د روان ۱۴۰۲ کال په لومړنيو دوو مياشتو کې مو ۲۰۰۰ ناروغان ثبت کړي ،چې درملنې ته په تمه دي.))
په همدې حال کې يوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان يې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته دي، وايي : د بېوزلي له امله د خپلو ماشومانو د درملنې توان نهلري.
روغتياپالان وايي، چې د امېدوارۍ پر مهال مور ته د روغتيايي خدمتونو نه رسېدل لامل کېږي، چې ماشومان د زړه سوري کېدو پر ناروغۍ اخته شي.
د يوه خصوصي روغتون د زړه جراح ببرک سعيدزاده وايي: (( د زړه سوري پر ناروغۍ د نه اخته کېدو يوه لاره دا ده، چې د افغانستان د ټولو لرې پرتو سيمو خلکو ته بايد روغتيايي خدمتونه ورسېږي او همداراز مېندې بايد د امېدوارۍ پر مهال روغتيايي سپارښتنې عملي کړي.))
د افغاني سرې مياشتې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۰ مياشتو کې د زړه سوري پر ناروغۍ اخته څه باندې ۱۱۰۰ ماشومان د هېواد په اتو دولتي او خصوصي روغتونونو کې په وړيا توګه معالجه کړي دي.