اجتماعی

د نړۍ څلور لوی اقتصادي نظامونه

بې له شکه چې انسانان دخپل ژوند دتیرولو له پاره یوې ټولنې ته اړ وي ځکه چې د دوئ اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري، مذهبي ، رواني او داسې نورې اړتیاوې  په ټولنه کې د اوسیدو په صورت کې پوره کېدای شي، همدارنګه خوشحالي، غم اودرد، اخلاص او ایثار د ګوښه کښیناستلو په صورت کې منځته نه راځي.

شاه محمود درویش

بې له شکه چې انسانان دخپل ژوند دتیرولو له پاره یوې ټولنې ته اړ وي ځکه چې د دوئ اقتصادي ، سیاسي ، کلتوري، مذهبي ، رواني او داسې نورې اړتیاوې  په ټولنه کې د اوسیدو په صورت کې پوره کېدای شي، همدارنګه خوشحالي، غم اودرد، اخلاص او ایثار د ګوښه کښیناستلو په صورت کې منځته نه راځي، بلکې دا ټول ټولنه کې پیښیږي، لکه څنګه چې د تبعیض د مخنیوي لپاره حکومت ته ضرورت او اړتیا ده، همداشان د اقتصادي ضرورتونو لپاره هم یوې منظمې ټولنې ته ضرورت دی ترهغو چې په خپل منځ کې کارونه سره تقسیم کړي او یو د بل ضرورتونه پوره کړي، نوکله چې د یوې ټولنې اوسیدونکي  داسې فعالیتونه سرته رسوي او دهغوئ ترمنځ مختلف روابط او اړیکې پیداکېږي او د یو نظام شکل یا بڼه ځان ته غوره کوي چې همدې نظام ته په حقیقت کې اقتصادي نظام ویل کېږي، د یادونې وړ ده چې په اوسنۍ نړۍ کې څلور لوې اقتصادي نظامونه یا سیستمونه شتون لري چې عبارت دي له :

  1. 1. کپیتلیزم یا دمارکېټ سیستم
  2. 2. سوسیالیستي اقتصادي نظام
  3. 3. میکس اقتصادي نظام
  4. 4. اسلامي اقتصادي نظام

اوس د پورته یادوشویو هریوه اقتصادي نظام په هکله دځینو معلومات پربنسټ یوه ځغلنده رڼا اچوو:

لومړی: کپیتلیزم یا دمارکېټ سیستم:

له کپیتلیزم څخه مراد هغه اقتصادي نظام دی په کوم کې چې د شیانو او خدماتو تولید، تقسیم او مصرفول ټول دعوامو خلکو په ولکه کې وي او ټول تولیدي عوامل او وسایل په شخصي ډول سره په اشخاصو اوافرادو پوری اړه لري، یا په بل عبارت دا هغه نظام دی په کوم کې چې اشخاص تولیدي عوامل د خپلې شخصي ګټې د ترلاسه کولو لپاره استعمالوي، همداشان سرمایه داري نظام له داسې یو سیستم څخه عبارت دی چې په شخصي ملکیت باندې ولاړ وي او په دې سیستم کې تولیدي وسایل او اقتصادي فعالیتونه دشخصي ګټې دلاسته راوړلو لپاره په کار وړل کېږي، په اوسني وخت  کې په امریکا، غربی اروپا او د اسیا په زیاتروهیوادونو کې داسيستم مروج دی، دسرمایه داري نظام ځانګړتیاوې عبارت دي له شخصي ملکیت، آزاد شرکتونه، اود ګټې هدف،  دقیمت میکانیزم،  د  قراردادونو آزادي، اقتصادي رقابت  او په مصارفو کې د مستهلک آزادي.

د سرمایه داري نظام ښیګڼې :

په دې نظام کې تولیدوونکي د هر ډول اجناسو په هره اندازه د تولیدولو آزادي لري او همدارنګه مستهلک د خپلې خوښې سره سم د هر ډول اجناسو د اخیستلو لپاره آزادي لري په دوی باندې هیڅ لوري څخه بندیز او پابندي وجود نه لري.

د پانګې اچوني زیاتوالی:

په دې سیستم  کې سرمایه داران، صنعت کاران، مولدین او تجاران د ګټې د لاسته راوړلو لپاره د هر ډول کاروبار آزادي لري ترڅو د خپل ژوند کچه لوړه کړي او له مرګ څخه وروسته خپله ټوله شتمني خپلو وارثانو ته انتقال کړي. په دې ډول د ګټو  دلاسته راوړلو لړۍ ته دوام ورکوي او یو څه اندازه ګټه پس انداز کوي او زیرمه شوې پانګه د نوې پانګې اچونې لپاره په کار اچوي.

د سرمایه داري نظام نیمګړتیاوې هم عبارت دي له:

* سرمایې ته د انسان په نسبت فوقیت ورکول

* پر اشتهاراتو باندې بیځایه مصارف

* تولیدي وسایل په محدودو لاسونو کې غورځیدل

طبقاتي تضاد:

ددې نظام له امله ټولنه او معاشره په دوو برخو ویشل کېږي.

۱- مالداره طبقه

۲- غریبه طبقه

البته چې مالداره خلک په دې نظام کې ورځ تر بل مالداره کېږي او غریب خلک په دې نظام کې ورځ تر بلې غریب کېږي.

 

دوهم : سوسیالیستي اقتصادي نظام:

«کارل مارکس» د لومړي ځل لپاره د کپیتلیزم په اقتصادي نظام باندې انتقاد وکړ او په «۱۸۲۸» کال کې یې د سوسیالیزم نظریه وړاندې کړه. کارل مارکس ویلي:

  1. 1. ټول تولیدي عوامل باید د حکومت تر ولکې لاندې وي.
  2. 2. د کاروبار اصلي مقصد انفرادي او شخصي ګټې حاصلول نه دي، بلکې ټولنې او خلکو ته خدمت کول دي.
  3. 3. په ملک کې ټولې زیرمې او طبیعي منابع یواځې او یواځې د حکومت يه اختیار کې دي.

دسوسیالیستي اقتصادي نظام مهمې ځانګړتیاوې:

  • اجتماعي ملکیت
  • اجتماعي ګټه
  • مرکزي پلانګذاري
  • یوشان تقسیمول
  • د اقتصاد ثبات
  • د ژوند د ضرورتونو پوره کول.

د دی نظام ځینې ښیګڼې:

o          دمنابعو بهتر تخصیص او تعین

o          دتولید په استعداد کې اضافه والی

o          چټک اقتصادي پرمختګ

نیمګړتیاوي:

         د اقتصادي آزادي له منځه وړل

         د مستهلکېنو د فردي آزادي له منځه وړل:

 

دریم: میکس اقتصادي نظام یا سیستم:

دغه اقتصادي نظام نه خالص کپیتلیزم دی او نه خالص سوسیالیزم، بلکې د دواړو همدغو نظامونو یوه مجموعه ده چې اوسني عصري نړۍ کې اکثره هیوادونه همدغه نظام  استعمالوي، دغه نظام په دوو لویو سکتورونو مشتمل دی.

         خصوصي سکتور

         دولتي سکتور

د دی نظام ځانګړتیاوې عبارت دي له:

         د تولیداتو زیاتوالی: دغه نظام د شیانو او خدماتو په زیات تولید کې لویه ونډه لري، ځکه خصوصي او دولتي سکتورونه دواړه د شیانو او خدماتو په زیات تولید کې زیار لري.

         آزادي: په دې نظام کې ملت د قانوني کاروبار پوره آزادي لري لکه د شخصي ملکیت، د شخصي کاروبار، د شخصي ګټې او همداراز سیاسي آزادي لري.

         ګټوره استفاده: په دې نظام کې طبیعي او ملي منابع او وسایل په ښه او پوره شکل سره استعمالېږي ځکه چې په دې کې مسلکي او تجربه کارو خلکو ته ددې موقع وي چې طبیعې کانونه او ذخایر استخراج کړي.

څلورم: اسلامي اقتصادي نظام:

له دې څخه مراد او موخه هغه پیاوړی اقتصادي نظام دی کوم چې د اسلامي اصولو او قوانینو مطابق وي یعنې د قرآن کریم او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د احادیثو او احکامو مطابق وي، دغه اقتصادي نظام تولیدي عوامل په پوره انصاف سره کنترول، تقسیم او مصرفوي، همداراز ددغه نظام کارکوونکو، پلورونکو، پیرودونکو او نورو ټولو ته پوره حقوق ورکړیدی، په دې نظام کې د کاروبار اصلي هدف د الله تعالی(ج) د رضا او خوښې په نظر کې نیول دي، د خلکو او معاشرې خیال ساتل، په دریم قدم کې خپله ذاتي ګټه په نظر کې نیول دي، په دغه نظام کې د هغو  کاروبارونو لپاره ځای نه شته کوم چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، اساساتو او قوانینو خلاف وي، په دغه مقدس نظام کې د یو ملک طبیعي منابع او ذخایر هم د عوامو(ملت) او څه اندازه به د دولت په ملکیت او اختیار کې وي، چې په اوسني عصر کې کفري نړۍ هم په دې پوه او قانع شوې چې اسلامي اقتصادي نظام یو غښتلی او پیاوړی نظام دی، چې همدغه نظام په نورو مختلفو نومونو په خپلو هیوادونو کې عملي کوي.

د اسلامي اقتصادي نظام خواص:

ددې اقتصادي نظام لومړی عمده خاصیت دادی چې د ملت ټول اساسي ضرورتونه پوره کول د حکومت له ذمه واریو څخه شمېرل کېږي، دغه اساسي ضروریات عبارت دي له: خوراک، سرپناه، لباس، تعلیم، روغتیایي خدمتونه، ډڼدې او داسې نور..

  • د انسان هوساینه:

ددې اقتصادي نظام بنیادي هدف او مقصد انسان او بشریت ته د ژوندانه د اسانتیاوو برابرول او تهیه کول دی لکه هغوئ ته د تعلیم د زمینې مساعدول، روغتیایي خدمتونه، ټولنيز سهولتونه او داسې نور کوم یوچې د انسان د ژوندانه کچه لوړوي.

  • شخصي ملکیت:

په اسلامي اقتصادي نظام کې ځکه چې دا یو اسلامي نظام دی هر مسلمان فرد په دې عقیده لري چې په ځمکه کې د ټولو شیانو او منابعو خالق او مالک الله(ج) دی او د انسانانو د ګټې او فایدې لپاره یې پیدا کړیدي او هغوئ ته یې په اختیار کې ورکړیدي او ذاتي(شخصيت) ملکیت ځانته اصول اوقوانین لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن