فرهنگی

د یو ګټور مطالعې لپاره څنګه کتاب وټاکو؟

مطالعه هم د نورو کارونو او فعالیتونو په شان ښو او منظمو طریقو ته اړتیا لري. د وړتیاو پرمختګ او پراختیا، او د انسانانو پوهه او کړنې د هغوې د مطالعې په کمیت او کیفیت پورې تړاو لري که چېرې په ځیرسره پام وکړو وبه وینو چی د تحصیل او زده کړې په بهیر کې د ځینو زده کړیالانو او شاګردانو د دلایلو څخه یوه مهمه ستونزه دا دې چې هغوی د ګټورې او مؤثرې مطالعې یا د کتاب په ټاکنه کې د اصولو او لارو چارو سره کافي بلدتیا او معلومات ولري، چې نه لري؛ او یا کمه مطالعه کوي یا یې هیڅ نه کوي چې په نننې نړې کې د هیوادونو سره رقابت او دې پرمختګ اساسي او بنیادي لامل چې یو هیواد د نورو هیوادونو سره سیال کوي د ټولنې او ملت د پوهې او علمیت کچه ده، چې په یقینې ډول دغه لاسته راوړنه بدون له علم پوهې او مطالعې څخه ناشونې ګنل کیږي.

پوهیالې مسجدی – رسولی

سریزه

مطالعه هم د نورو کارونو او فعالیتونو په شان ښو او منظمو طریقو ته اړتیا لري. د وړتیاو پرمختګ او پراختیا، او د انسانانو پوهه او کړنې د هغوې د مطالعې په کمیت او کیفیت پورې تړاو لري که چېرې په ځیرسره پام وکړو وبه وینو چی د تحصیل او زده کړې په بهیر کې د ځینو زده کړیالانو او شاګردانو د دلایلو څخه یوه مهمه ستونزه دا دې چې هغوی د ګټورې او مؤثرې مطالعې یا د کتاب په ټاکنه کې د اصولو او لارو چارو سره کافي بلدتیا او معلومات ولري، چې نه لري؛ او یا کمه مطالعه کوي یا یې هیڅ نه کوي چې په نننې نړې کې د هیوادونو سره رقابت او دې پرمختګ اساسي او بنیادي لامل چې یو هیواد د نورو هیوادونو سره سیال کوي د ټولنې او ملت د پوهې او علمیت کچه ده، چې په یقینې ډول دغه لاسته راوړنه بدون له علم پوهې او مطالعې څخه ناشونې ګنل کیږي.

د مطالعې لغوي او اصطلاحی معنی

د مطالعې لغوي معنی: د معین په فرهنګ کې د مطالعې معنی د کتاب لوستل، یا د یوې لیکنې په مفهوم پوهیدل، همدا ډول د عمید په فرهنګ کې د مطالعې معنې د یو څیز په اړه معلومات درلودل، یا د يوې ټاکلې لیکنې په اړه د معلوماتو درلودلو څخه عبارت ده.

د مطالعې اصطلاحي معنی: مطالعه یو فردی عمل دې که چېرې یو تن شاګرد یا زده کړیال او یا بل هرکس که د یو کتاب او یو متن او یا کومه لیکنه په بشپړه توګه ولولي، دغه عمل ته مطالعه وایې. یا مطالعه د انسان هغه مهم فعالیت څخه عبارت دې چې د یو شخص د پوهې او معلوماتو سطحې ته ارتقاء ور په برخه کوي.

د اسلام مبارک دین له نظره د مطالعې اهمیت او ارزښت

)اقرا باسم ربک الذی خلق* خلق الانسان من علق* اقرا و ربک الاکرم الذی* علم باالقلم*)الایه: ژباړه؛ و لوله په نوم د هغه ذات چې دنیا یې پیدا کړې. هغه خدای چې انسان یې له وینې څخه پیداکړې دی. ولولئ! د خپل پروردګار په نوم، چې ترټولو زیات عزتمند دې، هماغه رب چی د قلم په وسیله یې درس ورکړه، له دې څخه دا څرګند او روښانه شوه چې دعوت او د دعوت د پیل ټکې یې لوستل دي او پرلوستلو یې زیات ټینګار کوي. لیکل او د قلم، تعلیم او تربیې ارزښت په قرآنکریم کې د هیچ چاه څخه پټ نه دې. یعنې د اسلام سپیڅلې دین د لوستلو او مطالعې ارزښت تر دی حده پورې وه؛ چې د بدرغزوی په پاې کې یو شمیر مشرکان د مسلمانانو لخوا ونیول شول او اعلان یې ورته وکړه؛ که هر مشرک فدیه ورکړي او یا به لس مسلمانانو ته لیک او لوست زده کړي. دا په اسلام کې د علم او مطالعې له ارزښت او اهمیت څخه خبر ورکوي حتی هغه هم د جګړې په سختو شرایطو هم د خپلو عمومي ګټو لپاره ګڼي او ځانګړې توجه ورته لري په دې مورد ګن شمېر احادیث هم وجود لري. د اسلام مقدس دین د سپېڅلې تاریخ څخه په دې پوهېدلې شو چی زده کړه او لوست څومره مهم او اړین دي، او څومره تاکید یې ورباندې کړې دی، ځکه اسلام په لوستلو پېلیږي او دا د خدای پاک واضح او ښکاره حکم دی چې پر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نازل شوې دی.) او د جهانیانو خلکو  لپاره یې د سفرپیغام ورکړه او د پورتنې آیت تر ټولو مهم تعبیر او تفسیر دادې چې اسلام مقدس دین په لومړې ځل او په لومړي آيت کې چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوه. زیات توجه او ټیڼګار کړې دې.

د مطالعې په اړوند د ځینو پوهانو نظریه په نننې نړۍ کې هغو کومو کسانو چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو لګیا او هغه پرمخ بیایې او پراختیا او وده ورته ورکوي د قدر په سترګه ورته ګوري، ځکه همدغه علم او پوهه او بیا لوستل دي چې انسانانو ته د ټولنیزو او په نورو برخو کې د ناخوالو او نا پوهې په مقابل کې پیاوړې او قوي کوي. لنډه دا چې د علم په موجودیت سره ټولې مادي او معنوي، ټولنیزې پراختیاوې اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او اخلاقي امکاناتو ته لاره هواره کوي او ټولنه به ورځ تر بلې ودې او پرمختګ خواته روان وي. د علم او پوهې د ترلاسه کولولپاره لارې چارې شته چی د هغې په مرسته انسان قوي، مضبوط او سرلوړې په قانون پابند، عادل، او بالاخره د یو وطن پال او واقعي مسلمان په توګه ټولنې ته پيژني. او تاسی شاید په تاریخي سرچینو کې لوستې او مطالعه کړې مو وي چې د وخت امین او عادل پادشاهان او حاکمان به تل خپل مشاورین او مرستیالان به د هوښیارانو، حکیمانو، دانشمندانو او له لوستو خلکو له جملې څخه ټاکل ترڅو خپل امورات په ښه توګه ترسره کړي.

همدارنګه د غرب دوه مشهور فیلسوفان په نوم د (جان دیوي او برتراند راسل) د مطالعې، کتاب او د پوهی ترلاسه کولو په اړه  مختلف نظرونه لري»براند راسل» وایی دولت باید په دې اندازه خپل ښاریان او د ټولنې افراد مطالعې او کتاب لوستلو ته تشویق کړي چې خلک د مطالعې او پوهې په بنسټ رښتیا او حقیقت معلوم کړي.»جان دیوي « د راسل نظریې په توپير په دې باور دی چې دولت باید د خلکو د مطالعې او پوهې کچه دې کچې ته لوړه کړي چې خلک په حقیقت شک او ګمان وکړي. همدارنګه د یو ګټور مطالعې لپاره یو سلسله اصول او شرایط شتون لري چې د هغې په پوهیدلو، عملي کولو او تیارولو سره یې کولائې شئ تاسو په راتلونکو کې ګټوره او اغیزمنه مطالعه وکړې چې په حقیقت کې دغه شرایط مونږ او تاسې ته ښيې چې د مطالعې پېل څخه مخکې کوم اصول په پام کې ونیسو، د لاندی څو مهم عوامل په نظر کې نیولو سره کولایې شو لومړی ګټور کتاب انتخاب او بیا خپلو علمي او مسلکې موخو ته نږدې او ورسیږو او یا هم د معلوماتو کچه مو پراخه کړو.

د مطالعې لپاره د کتاب ټاکل

د مطالعې پېل نه مخکې او هغه څه چې ترلاسه کوې باید د هغه لپاره منظم اساسي پلان ولرې. کنه د پياوړې دانشمند(تولد) په عقیده:( مطالعه کول په هغه عمل نه کول په دې معنې دې چې بزګر ځمکه قلبه (یوې) کړي او څه په کې ونه کري. همدارنګه که کتاب پلورنځې ته لاړشې او د کتابونو ښکلې عنوانونه او پوښونه ووینئ؛ نو حتماً به د ډیرو کتابونو اخیستلو ته لیواله، کیږئ. که څه هم ټول کتابونه مهم او ارزښتناکې دي چې تاسو د کتاب اخیستلو وروسته پښیمانتیا څخه ژغوري. نو همدا لارښوونې تل په پام کې ونیسئ.  همدارنګه مطالعه یا کتاب لوستل یوهنر دې. هغه زده کوونکې یا زده کړیالان چې په دې هنر پوهېږي هغوې په ډیر لږ زحمت او لږه هڅه ډیرې لوړ نمر ترلاسه کوي؛ خو ستونزه داده چې زمونږ د هیواد ډیر شمېر لوستې طبقه دغې برخې ته خاصه توجه نه کوي او نه پوهېږي، چې له امله یی د ډیرې خوارۍ او زیار سره  سره  د پاېلو خوند نه وي. که غواړۍ چې په لږه مطالعه او لږه خوارۍ ډیر څه زده کړې، ښې او لوړې نمرې ترلاسه کړې نو د یو مؤثر او ګټورې مطالعې له هنر سره ځانونه بلد کړئ.

لمړې: ځیني کتابونه مه پېرئ

دا په دی معنا نه ده، چې کتابونه ارزښتمن او مهمې نه دي؛ خو په دې معنا حتماً ده، چې تاسو دې له بیځایه اصراف او لګښت څخه و ژغورل شئ. که د کوم کتاب د لوستلو اراده لرئ؛ نو لومړې یې له خپلو ملګرو وپوښتئ که له هغوی سره وي نو د امانت په شکل ترې واخلئ او له مطالعې وروسته یې بیرته وسپارئ. یا هم کولای شئ د پوهنتون، پوهنځي، مربوطه ډیپارتمنت او یا له عامه کتابخانې څخه د لنډې مودې لپاره ترلاسه کړئ. د دې کار ګټه داده، چې تاسو له اصراف او بی ځایه مالي لګښت څخه هم ژغورل کیږئ او د کتاب له محتوا او معنوي ارزښت څخه به پوره ګټه واخلئ.

دویم: د کتاب په اړه له لوستلو وړاندې معلومات او پلټنه وکړئ

که هرکله د کوم کتاب سپارښتنه درته وشي نو لومړې یې پر محتوا باندې پوره ځان پوه کړئ. ممکن نوموړې کتاب د سپارښت کوونکې په ذوق برابر وي او تاسو ترې هیڅ خوند اوګټه وانخلئ. که همداسې وشول نو ممکن ورو ورو مو له مطالعې زړه تور شي او شته ذوق او انګیزه مو مړاوې شي. همدارنګه که پر انټرنيټ، فیسبوک، آی پت او … د کوم کتاب نوم لولې، اورې نو لومړې له داسې کسانو پوښتنه وکړئ چی یاد کتاب یې لوستلای وي. له هغوی يې د تاثراو محتوا په اړه پوښتنه وکړئ او بیا وروسته یې د پېرلو او نه پېرلو اراده وکړې.

درېیم: پرخپل مسلک برلاسې شئ

مونږ په خپل علمي ژوند کې مطالعه پر دوو برخو ویشلای شو، چې یوه یې مسلکي او بله یې عمومي مطالعه ده. له مسلکي مطالعې څخه موخه داده چې، ستاسو د مسلک اړوند وي. مثلاً د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځې، ژورنالیزم پوهنځې او… محصل یاستې نو تاسې باید د خپل مسلک د پیاوړتیا او غني کولو په خاطر خپل مسلک اړوند کتابونه ولولې. دا کتابونه ځکه مهمې دي چې تاسو د همدې برخې متخصص اوعلمي کادر یې او ټولنه درڅخه همدا تمه او اُمید لري. همدارنګه دا مطالعه د دندو په پيداکولو او په وظیفه کې د پرمختګ په برخه کې خورا اغیزمن اوګټور تمامیږي. نو وړاندې له دې چې عمومي برخه کې مطالعه پیل کړې کوښښ وکړئ ځان مسلکي او په خپل مسلک کې ځان برلاسې کړې.

څلورم: د کتاب لړلیک وګورې

د (لوستلو او درک کولو د چټکتیا د طریقو) په کتاب کې داسې وړاندیز شوې دې، د مطالعې پر مهال لومړې د مقالې او یا د کتاب چې عموماً د کتابونو په لومړې برخو کې د لنډیز په توګه راغلې وي هغه ولولئ، وروسته سرلیکونه او د کتاب لړلیکونه یا فهرست په لنډ ډول تر مطالعې لاندې ونیسې او په پاې کې د هرې برخې یا سرلیکونو څو کرښې ولولئ ځکه چې د مطلبونو مهم ټکې په همدغو لومړنیو کرښو کې ځاې پر ځاې وي او بیا د کتاب نورې برخې د خپلې پوهې د لوړولو لپاره تر پایه مطالعه کړې، او نن سبا ډیرې لوستونکې هم چې ګورو د کتاب یا کوم بل مطلب ته دومره توجه او لوستلو ته زړه نه ښه کوي یا هم وخت ورسره نه وي؛ ځکه هغوې واقعې لوستنونکې تل د یو کتاب، مطلب او یا مقاله یواځې سریزه یا نچوړ، لړلیک او یا هم فصلونونه مطالعه کوي.            په یاد مو وي چې په کتاب پلورنځې او کتابتون کې هیڅکله د کتاب نوم او پوښ ته په کتلو سره د اخیستلو پریکړه مه کوئ. د ځینو کتابونو نوم یو وي او محتوا یې بدله وي نو په دې توګه له اصراف څخه ځان ژغورلې شئ، کله ناکله کیدای شي د فهرست یوازې څو عنوانونه ستاسو خوښ شي، په دې حالت کې هم کتاب مه اخلئ، هملته یې ولولئ؛ خو که چیرې د لړلیک پنځوس سلنه عنوانونه ستاسو په ذوق او علاقې سره برابر وي د امکان په صورت کې کتاب وپېرې یا امانت واخلې او مطالعه یې کړې.

پینځم: څو پانې يې مطالعه کړې

دا خبره مهمه ده چې ځينی کتابونه ښه نوم ښه عناوین او فهرست لري؛ مګر محتوا یې ښه نه وي او یا هم لیکوال په دې ندې توانیدلی چی مفهوم سم وړاندې کړي نو که د کتاب څو پاڼې ولولئ پوهیدای شئ چی یاد کتاب ستاسو قناعت حاصلولائ شي او که نه.  مه ویریږئ!  کتابپلورنځې امن ځاې دې څو پاڼوپه لوستلو مو هیڅوک له دوکان څخه نه وباسي او نه درنه کوم اندازه پېسې اخلي. همدارنګه د(بیکن) په نوم عالم ډیر ښه نظر لري چې نوموړې: (ځینې کتابونه باید وزبیښل شي، ځينې باید دستونې نه تیرشي او یو کم شمیر یې باید وژول شي او هضم شي). معنې دا چې کتاب او موخې ته په کتو باید انتخاب شي او ولوستل شي.

پایله

د موضوع د لیکلو، ترتیب او راټولولو څخه وروسته دی پاېلې ته ورسېدم چې د کتابونو لوستل او مطالعه د ټولنې د افرادو د هر یو غړې د پوهې د کچې، د لوړولو اساسي لامل ګرځي. او دا هم ښکاره ده چې پرمختللې او متمدنه هېوادونه د دغه ډول وګړو سره مینه  او علاقه لري او د هغو خلکو په هر مجلس او په هره ټولنه کې نسبت د ټولنې نورو اشخاصو ته قدر او عزت يې ډېر کیږي، کوم چې د هغوې د مهارتونو او د پوهې، سطح د نننې نړې د غوښتنو په معیار وي. د نړې په ټولو او په ځانګړې توګه د اسلام په مقدس او سپیڅلې دین کې هغو وګړو ته کوم چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو په  هڅه کې دي ډير لوړ مقام قایل شوی چې د اقراء په کلمه پیل او د نړی تر ختمیدو پوری به جاري ووسي. دیوې مؤثرې ګټورې مطالعې د پیل ترمخه باید موخې مو معلوم وي د کتاب لیکوال، د کتاب ځانګړتیاوې( لړلیکونه، عنوانونه، موضوع، هدف او…) نورې مرحلې په دقیق ډول د مطالعې په وخت کې په نظر کې نیولوسره، کولائې شې خپلو موخو ته ورسیږو او په راتلونکې یوه ګټوره مطالعه ولرې.

وړاندیزونه

په هیواد کې باید د مطالعې دود او فرهنګ ترویجولو په موخه باید لاندې کړنې عملي او پېاوړې شي.

      د معارف وزارت په درسي نصاب کې د مطالعې ارزښت د اسلام له نظره او ورته نور موضوعات ځاې پځاې کول.

      د هیواد په دولتي او خصوصي پوهنتونو کې د مطالعې اړوند نندارتونو پرانیستل په ځانګړې ورځوکې( ښوونکې ورځ، زده کړیالانو نړیوال ورځ، میلاد ورځ…).

      د رسنې او مطبوعاتو له لارې د مطالعې ترویجولو په موخه عامه پوهاوې او ځانګړې پروګرامونو برابرول( کابل پل سوخته یا پل خوشبختي کی د سیرت خپرندویې ټولنې له لوری دری ورځنې پروګرام، د مومند خپرندویې ټولنې له لوری د ننګرهار پوهنتون مخ ته د مطالعې فرهنګ ترویج په موخه دوه ورځنې پروګرام).

      د هیواد لیکوالان، قلم خاوندان، پېژندل، تقدیراو تشویقول په کنفرانسونو، سیمنارونو او نورو ملي ورځو کې، د اطلاعات او فرهنګ وزارت او د معتبرې رسنې له لارې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن