
جهان
د امریکا پر کانګرېس ودانۍ د برید ملېشه مشر زنداني کړ
د امریکا پر کانګرېس ودانۍ د یرغل په تړاو د ښي اړخه ملېشې مشر ته د ۱۸ کاله زندان سزا ورکړل شوې ده. سټیوارټ رهوډیس چې اووت کیپرز په نامه ملېشې موسس دی، د بغاوت دسیسې په شمول تورونه ثابت شوي دي. د دې قضیې په ترڅ کې دا تر ټولو ډېره سزا ده چې د تورنو کسانو له ډلې یوه ته ورکول کېږي.
د امریکا پر کانګرېس ودانۍ د یرغل په تړاو د ښي اړخه ملېشې مشر ته د ۱۸ کاله زندان سزا ورکړل شوې ده. سټیوارټ رهوډیس چې اووت کیپرز په نامه ملېشې موسس دی، د بغاوت دسیسې په شمول تورونه ثابت شوي دي. د دې قضیې په ترڅ کې دا تر ټولو ډېره سزا ده چې د تورنو کسانو له ډلې یوه ته ورکول کېږي. د یادونې ده، چې څارنوالانو د نوموړي لپاره د ۲۵ کاله سزا غوښتنه کړې وه. د فلورېډا چاپټر نومې ملېشې مشر کیلې میګاس هم په ۱۲ کلن زندان سزا محکوم شوی دی. پر دوی دواړو د ۲۰۲۱ کال جنورۍ شپږمې د هغې پېښې په تړاو اسنادو کې د جعل تورونه هم لګېدلي وو. دې ډلې هغه وخت د ټرمپ په پلوئ چې په ټاکنو کې يې ماتې خوړلې وه، پر کانګرېس بريد وکړ، چې ټرمپ په واک کې پاتې کېدا لپاره کودتا ياده شوه.