افغانستان

لغمان کې ښوونځیو ته د نوي نصاب درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ښوونځیو ته د نوي نصاب د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه.

د لغمان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ښوونځیو ته د نوي نصاب د درسي کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد باختر آژانس ته وویل، چې د پوهنې وزارت له خوا لغمان ته ۸۹۴ زره او ۲۸۶ ټوکه کتابونه په پام کې نیول شوي، چې له دې ډلې یې ۲۹۵ زره ۶۶ ټوکه کتابونه په لومړي پړاو کې رارسېدلي او پاتې نور به هم په نږدې ورځو کې راورسېږي.
مولوي ساجد د مهترلام مرکز او ولسوالیو ښوونځیو ته د کتابونو د وېش پرمهال وویل چې یادو کتابونو کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې په پښتو او دري ژبو د بېلابېل کتابونه شامل دي، چې دمګړۍ به د زده کوونکو د درسي کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي.
نوموړي دغه راز وویل، چې ۵ زره ۱۳۴ کارتنه قرطاسیه چې د یونیسف موسسې په مالي مرسته د مهترلام مرکز او ولسوالیو د لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې د ښوونځیو زده کوونکو ته ووېشل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *