افغانستان

افغانستان له سریلانکا سره د کرکېټ لوبې کوي

په پام کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون میاشتې په لومړیوو کې د ۳ نړیوالو یو ورځينو سیالیو لپاره سریلانکا ته سفر وکړي.

په پام کې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکې جون میاشتې په لومړیوو کې د ۳ نړیوالو یو ورځينو سیالیو لپاره سریلانکا ته سفر وکړي.
له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې سیالۍ به د جون میاشتې پر ۲مه، ۴مه او ۷مه نېټه وشي.
دا سیالۍ ۲۰۲۳ میلادي کال نړیوال جام ته د ورتګ په هدف کېږي چې که سریلانکا یې وګټي، نو دغه جام ته به لار ومومي.
که څه هم افغان لوبډلې لا وار د مخه د ۲۰۲۳ نړیوال جام سیالیوو ته لار موندلې، خو دا سیالۍ به په یاد جام کې د افغان لوبغاړو د چمتووالي لپاره اغېزناکې وي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم افغان لوبډلې له سریلانکا سره د یو ورځينو لوبو لړۍ ترسره کړې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *