جهان

د جنګي الوتکو پر ورکړې ټینګار

د اوکراین جمهور رییس وايي، د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره یې په وار وار له خپلو غربي متحدینو د جنګي الوتکو غوښتنه کړې ده.

د اوکراین جمهور رییس وايي، د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره یې په وار وار له خپلو غربي متحدینو د جنګي الوتکو غوښتنه کړې ده. هغه خبریالانو ته وېیلي،چې د جنګي الوتکو ورکړه به له دوی سره لویه مرسته وي، خو د الوتکو نشت پر روسیې د اوکراین د متقابلو بریدونو د پیل مخه نه شي نیولی. نوموړی وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې تېره جمعه د روسیې هوایي ځواکونو د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو پراخ هوايي بریدونه وکړل چې په پایله کې یې ۲۵ کسان ووژل شول. د اوکراین د فاع وزیر وېیلي چې پر روسیې د پسرلنیو عملیاتو لپاره یې چمتووالی په بشپړېدو دی. زیلنسکي یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس وېیلي وو، پلان نه لري چې اوکراین ته جنګي الوتکې ورکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *