سخن انیس

د رحمتونو مياشت

د روژي مبارکه مياشت چې د نورو مياشتو په پرتله غوره نومول شوي ځکه چې په دي مياشت کې پرهيزګاره او متدینو مسلمانانو له پاره د ثواب او اجر ورکولو کچه لوړه وي په دي مياشت کې په خداي مين مسلمانان په عبادتونو کې زياتوالي راولي هڅه کوي چې د عبادتونو په ادا کولو سره د الله تعالا د رحمتونو او فضيلتونو څخه بي برخي پاتي نه شي.

د روژي مبارکه مياشت چې د نورو مياشتو په پرتله غوره نومول شوي ځکه چې په دي مياشت کې پرهيزګاره او متدینو مسلمانانو له پاره د ثواب او اجر ورکولو کچه لوړه وي په دي مياشت کې په خداي مين مسلمانان په عبادتونو کې زياتوالي راولي هڅه کوي چې د عبادتونو په ادا کولو سره د الله تعالا د رحمتونو او فضيلتونو څخه بي برخي پاتي نه شي.

د روژي مبارکه مياشت چې د صبر او حوصله مندي مياشت ده بايد مسلمانان د وخت څخه په ګټي اخيستني سره د روژي د مبارکې مياشتي ټول ارکان په عملي توګه ترسره کړي او د يوه رښتيني روژه تي په څير د زياتو رحمتونو څخه برخمن شي.

د روژي مياشت چې د ازمايښت مياشت ده بايد شتمن مسلمانان د بي وزلو او ناتوانه هيوادوالو لاس نيوي وکړي او د هغوي د حال څخه ځان خبر کړي.

سږني روژه هم د تيرو کلونو په څير د يو لړ اقتصادي ستونزو سره مل وه خو دا ځل د اسلامي امارت مسولينو وار دمخه د نرخونو د کنترول او راټيټيدو له پاره ګامونه پورته کړي او د مختلفو ادارو کارکوونکې چې د دندي له مخي مسوليت وردغاړي دي هڅي پيل کړي ترڅو ټاکل شويو نرخنامو څخه سرغړونه ونه شي. خو په خواشيني سره ويلي شو چې ځيني سوداګر چې د ټکس او ماليات د کمښت څخه هم برخمن شوي په نرخونو کې کمي نه دي راوستي او د پخوا په څير لومړني خوراکې توکې په لوړه بيه خرڅوي د روژي د مبارکې مياشتي د رارسيدو سره سم د ماليي وزارت د لومړنيو خوراکې توکو په محصول کې د ۱۷ نه نيولي تر ۸۰ فيصده پوري د کموالي خبر ورکړو خو ددي کم محصول سره سره خوراکې توکې اوس هم په لوړه بيه خرڅوي ليدل کېږي چې د اسلامي امارت مسولين د کنترول او څارني بهير پيل کړي خو هيوادوال په ځينو ساحو کې د کنترول کچه کم رنګه ګڼي او زياتوي چې د ځينو خوراکې توکو بيه د نرخ نامي په پرتله کمه وه د مثال په توګه د يوه کېلو غوښي بيه د نرخ نامي مخکې په ۴۰۰ افغاني وه اوس په نرخ نامه کې ۴۲۰- افغاني ښودل شوي چې د غوښي په نوعيت کې هم توپير نه ترسترګو کېږي قصابان د غوايي غوښه د غوسي په نامه په لوړه بيه خرڅوي چې په دي هکله ژور تفکېک ته اړتيا مندل کېږي.

هرڅه چې و تير شول خو هغه مسلمانان به خوشبخته وي چې ددي مبارکې مياشتي د فضيلتونو او رحمتونو څخه برخمن شوي وي اوس هم لري نه ده چې مسلمانان د روژي په دي وروستي عشره کې چې د قدر شپه پکښي شتون لري په خپلو عبادتونو او الله(ج) ته په دوعاګانو کې د ځان او د هيوادوالو د سوکالي له پاره ددعا لاسونه لپه کړي ترڅو په هيواد کې شته ستونزي دالله(ج) په رحمت ورغاول شي او هيوادال د يوه هوسا ژوند څخه برخمن شي.

تمه ده چې خداي(ج) به زموږ د بي وزلو هيوادوالو سوال په دي مبارکه مياشت کې قبول کړي او د رحمت څخه به يي بي برخي پاتي نه شو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *