اسلامی

د لیلة القدر شپه د روژې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې

البته دې ټکي ته مو باید پام وي سره له دی چې د روژې مبارکې ټوله میاشت د عبادت، فضیلت، رحمت او د پاک خدای(ج) د پیرزوینې میاشت ده چې رب العالمین د خپل حکمت او علم قدیم پر اساس هغه د(۱۲) قمري میاشتو په جمله کې دېته ځانگړې کړې او امتیاز یې ورکړی دی.

شاه محمود درویش
البته دې ټکي ته مو باید پام وي سره له دی چې د روژې مبارکې ټوله میاشت د عبادت، فضیلت، رحمت او د پاک خدای(ج) د پیرزوینې میاشت ده چې رب العالمین د خپل حکمت او علم قدیم پر اساس هغه د(۱۲) قمري میاشتو په جمله کې دېته ځانگړې کړې او امتیاز یې ورکړی دی، خو لیکن ددې وروستئ لس ورځې بیا د امتیازاتو او ځانگړتیاوو لرونکي دي، چې په لومړیو شلو ورځو کې هغه نه شته، د بی بی عایشه صدیقه(رض) څخه روایت دی: چې حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې لس وروستیو ورځو کې نسبت تېرو شپو ته عبادت او د شپی ویښتیاته ډیره هڅه کوله او خپل اهل او عیال ، ازواج مطهرات او اصحاب کرام(رض) به یې ویښتیا او عبادت ته هڅول، نو ددې لپاره چې هغه جناب به پر عبادت مشغولیده بناءً په دې لس ورځو کې به یې له ښځو څخه ځان گوښه کولو او پر هغویې امر کولو چې هغوی هم عبادت وکړي او دشپې لخوا ویښتیا تېره کړي. امام ترمزی(رح) له ام المومنین حضرت ام سلمه(رض) څخه روایت کوي چې فرمایي: هغه وخت چې د روژې لس ورځې پاتې کېږي د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم له کورنۍ څخه هر شخص چې ویښتیا او قیام اللیل توان او قدرت درلوده حضرت رسول الله (ص) به هغه دې ته هڅولو چې د شپې لخوا ویښتیا غوره کړي او د پاک خدای(ج) په عبادت مشغول شي. په احادیثو کې راغلي دي چې جناب رسول الله (ص) د روژې په وروستیو لسو ورځو کې ټولې شپې به یې په عبادت، رازاونیازاود پاک خدای(ج) درگاه ته به یې پر مناجاتو تیرولې او دهغه جناب ټول غړي لکه: قلب، ژبه او مغز به یې د خدای(ج) په یاد او عبادت مشغولیدل، ځکه دغه لس شپې د دوه مهمو اوباارزښته څیزونو درلوندونکي دي چې یو یې (لیلة القدر) او بل یې اعتکاف دی.
الف- لیلة القدر:- د روژې د وروستیو لسو ورځو فضایل او امتیازات په دی کې دي چې په هغه کې د قدرشپه ده چې په هغه شپه کې عبادت له زرو میاشتو عبادت څخه غوره او لوړدی، نو که چېری دغه زرمیاشتې په کال تبدیل کړو(۸۳) کلونو او څلورو میاشتو عبادت کېږي، نو که څوک د قدر شپه ومومي او په هغه شپه کې د اخلاص او صداقت له مخې د زړه له کومې عبادت وکړي نو دغه یوه شپه عبادت د هغې د پاک خدای(ج) په وړاندې د نوموړو ثوابونو او بدلو درلودونکې دی چې د (۸۳) کلونو او څلورومیاشتو عبادت له وجې او ثواب څخه برخمن کېږي، په روایاتو کې راغلي دي چې ځینې اصحاب کرام (رض) د حضرت رسول الله(ص) څنگ ته داسې څرگندونې وکړې، چې ای رسول الله (ص) د پخوانیو امتونو عمر نسبت زموږ عمر ته ډیروو نو هغوی وتوانیدل چې د خدای (ج) عبادت ډیر وکړي او د زیاتو ثوابونو مستحق شي. ای کاش چې ددې امت عمر(ستاامت) ډیروی تر هغو چې مونږ هم د خدای(ج) عبادت لازیات ترسره کړی او د ډیر اجراو ثواب مستحق شوي وی. په بل روایت کې راځي چې د پخوانیو امتونو عمر جناب رسول الله(ص) ته وښودل شو چې د هغوی عمر نسبت ددې امت ته ډیر و نو دهغه جناب په زړه کې تیر شول، که چېرې زما د امت عمر زیات وای نو د پاک خدای(ج) عبادت به یې ډیر ترسره کړی وای او د ډیرو اجرونو اوثوابونو مستحق به گرځیدلي وای همداوو چې دهغه د هیلې او غوښتنې په ځواب کې د لیلةالقدر سورت نازل شو او په هغه کې دی امت ته بشارت ورکړ شو چې د قدر شپه په روژه کې ده او هغه هم په ورستیو لس ورځوکې، چې عبادت په هغې کې زیاتره د زرو میاشتو عبادتونو چې په هغې کې د لیلةالقدر شپه نه وه اجر او ثواب لري، هغه وخت چې صحابه کرام(رض) دغه سوره مبارکه رسول الله (ص) له پاکې ژبې څخه واوریده نو په خورا شوق او رغبت یې په هر روژه کې کوښښ کولو چې دغه شپه ومومي او په هغه کې د پاک خدای(ج) په عبادت راز او نیاز لاس پورې کړي اوپه دې توگه دخپل د وخت کمښت چې د عمر له لږوالي څخه یې سرچېنه اخستله جبیره یې کړي، خدای پاک(ج) د خپل بشپړ او ازلي حکمت پر اساس د يو کال په اوږدوکې یوې شپې ته په دې توگه امتیاز ورکړی دی او هغه هم د روژې په با برکته میاشت کې او په یقین سره هغه شپه چې په کومه شپه حتمي راتلونکې ده د هغه دقیقه نیټه یې هم نه ده معلومه کړې تر هغوچې هر مومن مسلمان ددغه شپې د موندلو په هیله ډیرې شپې د خدای(ج) په ذکر او عبادت کې تیرې کړي او له دې پلوه ډیر اجرونه او ثوابونه ترلاسه کړي. دا هم د رب العالمین لطف او مهرباني ده چې په مختلفو طریقو او وسیلو سره خپلو بنده گانوته اجر اوثواب ورکوي او د حضرت رسول الله (ص) احادیث دهغه د ټاکلي وخت په هکله وایي: لیلةالقدر د روژې په لسو وروستیو ورځوکې ولټوئ، بل روایت کې راځی چې په اغلب گومان ددغې میاشت د وروستیو لسو تاق شپو کې واقع کېږي. امام احمد بن حنبل(رح) له عباده ابن صامت(رض) ددغه مطلب په تائید له یو حدیث څخه روایت کوي: چې هغه له حضرت رسول الله(ص) څخه لیلةالقدر په هکله پوښتنه وکړه هغه جناب په ځواب کې وفرمایل: لیلةالقدر په روژه کې ده او هغه د روژې مبارکې میاشت په لسو وروستیو شپو کې وغواړئ یعنې په یوویشتمه ،درې ویشته، پنځه ویشتمه، اووه ویشتمه، او یا هم د روژې وروستی شپه، د بی بی عایشه صدیقه(رض) څخه روایت دی چې هغه وویل ای د خدای (ج) رسوله که چېرې موږ لیلةالقدر شپه ومومو په هغی کې څه ووایو: په ځواب کې یې وفرمایل: چې ووایې: ژباړه:
«ای خدای(ج) ته د خطاگانو او گناهونو بخښوونکې یې او له گناه څخه صرف نظر او بخښنې خوښوې ماوبخښه او زما له گناهونو څخه تیر شه» او هغه شپه چې توقع کېدله لیلةالقدر به وي صحابه کرام(رض) په مستحب ډول په هغې کې غسل کولو او خوشبویي استعمالولې، پاکې او خوشبویه جامی یې اغوستلې ترهغو چې نوموړې شپه په دې صفتونو وویاړي او د حضرت عبدالله ابن عمرڅخه روایت دی چې هغه جناب (ص) فرمایلي دي: ستاسوظاهري پاکي او نظافت هغه وخت بشپړ کېږي چې ستاسو باطن په توبه، استغفار او رجوع خدای(ج) ته پاک او سپیڅلی شي او خدای(ج) ستاسو ظاهريۍ بڼې او اجساموته نه گوري، بلکې ستاسو زړونو او اعمالو ته گوري. نو نیکمرغه به وي هغه انسان چې ټول عمر او په ځانگړي توگه د روژې په مبارکه میاشت کې په رښتیني توگه دپاک خدای(ج) عبادت په ښه توگه ترسره کړي او خپل ظاهر او باطن په توبه ، استغفار او خدای(ج) ته په صدق او اخلاص رجوع کولو پاک او سپیڅلی کړي.
انه کفارة للخطیات(روژه د خطاگانو کفاره ده)

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *