سخن انیس

دسيمې امنيت د اسلامي امارت سره د اړيکو په پيوند تړلی دی

په داسې حال کې چې د افغانستان دخپلواکۍ او آزادي دښمنان د اسلامي امارت په ضد دستونزو او پلمو په لټون بوخت دي د اسلامي امارت د دغه ټولو را پيدا شويو اقتصادي ستونزو سره سره توانيدلي چې دنړۍ سره دښواړيکو د پراختيا له پاره لار هواره کړي ترڅو په سيمه او نړۍ کې د امنيتي پلوه انديښنې دتل له پاره ورغاول شی.

په داسې حال کې چې د افغانستان دخپلواکۍ او آزادي دښمنان د اسلامي امارت په ضد دستونزو او پلمو په لټون بوخت دي د اسلامي امارت د دغه ټولو را پيدا شويو اقتصادي ستونزو سره سره توانيدلي چې دنړۍ سره دښواړيکو د پراختيا له پاره لار هواره کړي ترڅو په سيمه او نړۍ کې د امنيتي پلوه انديښنې دتل له پاره ورغاول شی.
خو لاس وهونکي هېوادونه چې دخپلي بي شرمانه ماتي څخه عبرت نه دي اخيستي غواړي چې دمختلفو لارو په لټون سره زموږ په هېواد کې سوله ييزه فضا ګډه وډه او تاوتريخوالي په رامنځ ته کېدو سره خپلې ناوړه موخي دخپلو ګوډاګيانو په وسيله ترلاسه کړي. چې تردې دمه يې لاس وهونکي هڅې د ماتې سره مخامخ شوي او هيڅ لاس ته راوړني نه لري.
اشغالګر هېوادونه بايد ومني چې په افغانستان کې دپردي پالو او له بهر څخه راليږل شوي ګوډاګيان نه شي کولي چې پرافغانانو واکمني وکړي ځکه افغانانو د تاريخ په اوږدو کې ثابته کړي چې له بهر څخه راليږل شوي واکمنان او دحکومتونو تشکيلاتي جوړښتونه دمنلو وړنه دي.
هيله ده چې ځيني هېوادونه د افغانانو تاريخي پاڼي په ژوره توګه وګوري او دمستعمراتي هڅو څخه لاس واخلي. ځکه لاس وهونکي هېوادونه دتاريخي ماتي وروسته په کور دننه دپوره ستونزو سره مخامخ شوي چې خپلو خلکو ته يې تراوسه مناسب ځواب نه دي ويلی. ښه به وي چې اشغالګر ماتی خوړونکی هېوادونه په خپلو تيري کوونکو کړو وړو له سره غور کړي او دخپلواکو هېوادو په کورنيو چاروکې دلاس وهني څخه لاس واخلي. اسلامي امارت دمتقابلو اړيکو دپيوند دپراختيا له پاره دسوله ييز دريځ په غوره کولو سره تمه لري چې په سيمه کې دسولي اوثبات دټينګښت له پاره ديپلوماتيکي اړيکي ټینګې کړی ترڅو د متوازن تعامل له لاري بي ځايه نيوکې او انديښنې له منځه ولاړي شي. همدا اوس ځينو هېوادو د اسلامي امارت مناسب دريځ درک کړي غواړي چې خپلي ديپلومايتکي اړيکي ټينګي او دراکړې ورکړې. بهير پراختيا ومومي.
اسلامي امارت چې دنړيوالو سره دښه تعامل له پاره خپله ليوالتيا ښايې تمه لري چې سوله غوښتونکي هېوادونه به خپلي ديپلوماتيکي اړيکي خوندي وساتي ترڅو دنړيوال تعامل له مخي په چارو کې ستونزي او خڼډونه له منځه ولاړشي او خلکو ته ديپلوماتيکي خدمات په ښه صورت اجرا شي. يوشمېر هېوادونه چې د اسلامي امارت ديپلوماتيک استازي يې منلي په اړيکو کې ښه تعامل رامنځ ته شوي او دچارو دسمون له پاره عملي ګامونه پورته شوي دي. د قزاقستان لوړ پوړي پلاوي چې د اسلامي امارت دچارواکو سره ليده کاته کړي ژمنه يې کړي چې د اسلامي امارت ديپلوماتيکي استازې به و مني هيله ده چې په دي هکله عملي ګامونه واخستل شی داپه داسي حال کې ده چې د قزاقستان سفارت په نورمال ډول په افغانستان کې په ديپلوماتيکي چارو بوخت دي او هيڅ وخت ځڼډ پکښي ته دي رامنځ ته شوي.
اوس چې په هېواد کې سراسري اوتل پاتي سوله رامنځ ته شوي هرو مرو به هغه هېوادونه چې پلمي لټوي او د اسلامي امارت درسميت پيژندني په وړاندي خڼډونه رامنځ نه کوي بايد پوه شي چې داسلامي امارت د رسميت پيژندني په وړاندي دخڼډونو اوستونزو را پيدا کيدل به ورته هيڅ ډول لاس ته راوړنی په لاس ورنه کړي پرته له دي چې بي باوري رامنځ ته کړي نور هيڅ شي نه شي کولي هغوي چې اوس هم دړڼګ شوي حکومت مسؤلين په ديپلوماتيکي برخو کې ساتلي د هر ډول قانون له مخي غير قانوني ګڼل کيږي ځکه هيڅ ديپلومات چې د اسلامي امارت سره اړيکي ونه لري او دړنګ شوي حکومت نمايندګې وکړي هيچاته دمنلو وړنه وي. اسلامي امارت ديوه قانوني حکومت له مخي حق لري چې په ټولو سفارتخانو کې خپل دباور وړاستازي چې په فساد ککړ نه وي وټاکي او دنړۍ سره دمتقابلو اړيکو له پاره ښي چاري رامنځ ته کړي. هيله ده چې لاس وهونکی هېوادونه دلاس وهني څخه لاس واخلي اوپه سيمه کې دګډوډي درامنځ ته کيدو پرځاي په دايمي سولي او ثبات فکر وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *