اجتماعی

بشری جرمونه تر لنډې تشریح لاندې

قتل یا وژنه د نړیوالې جزایي محکمې د اساسنامې د ۷ مادې په لومړي بند او لومړي جمله کې ځای پر ځای سوی دي، دلته په قتل کې همدومره کفایت کوې چې شخص یا فاعل د مقتول له ژوند سره بې توجه یې کړې وي.

لیکونکی: پوهنیار څارمن ننگیالی فهیم
۱- قتل یا وژنه
قتل یا وژنه د نړیوالې جزایي محکمې د اساسنامې د ۷ مادې په لومړي بند او لومړي جمله کې ځای پر ځای سوی دي، دلته په قتل کې همدومره کفایت کوې چې شخص یا فاعل د مقتول له ژوند سره بې توجه یې کړې وي.
۲- ریښه له بیخه ایستل ( له منځه وړل)
ریښه له بیخه ایستل هم د نړیوالې جزایي محکمې د اساسنامې د ۷ مادې په لومړي بند کې راغلي دي، د دې مادې د دویم بند پر اساس ریښه له بیخه ایستل یا له منځه وړل دې ته وايي چې یوه ډله اشخاصو باندې داسې شرایط وتپل شي چې هغوی د ژوند لومړنیو اړتیاووته لاس رسی پیدا نکړي، له غذا او دارو…
۳- په غلامۍ سره نیول
د یادې محکمې د اساسنامې د ۷ مادې د لومړي بند پر اساس په غلامۍ نیول د بشریت په ضد یو پخواني کلاسیک جرم دی، علاوه له دې دښځو او ماشومانو قاچاق هم په دې جرم کې راځي.
اجباري کار
د نړیوالې جزایي محکمې په اساسنامه کې اجباري کار په خپلواک ډول د بشریت په ضد جرایمو کې شامل نه دی، اما د دودیز نړیوالو حقوقو له مخې که اجباري کار د شخص د ملکیت د حقوقو سره یوځای پر شخص باندې وتپل شي، دا د غلامۍ نیولو مهم ډول دی.
البته د نورنبرګ د اساسنامې له مخې اجباري کار د غلامۍ نیولو مهم ډول ګنل کیدئ.
په دویمه نړیواله جګړه کې د نازیانو لخوا په المان او تر لاس لاندې سیمو کې یې اته میلیونه خلک په اجباري کار اړویستل شوي ؤ.
د نورنبرګ محکمې وان شیراک یواځې د غلامۍ نیولو د بشریت په ضد جرم باندې محکوم کړ.
د اشخاصو قاچاق
البته مخکې مو هم وویل چی د ښځو او ماشومانو قاچاق هم د غلامۍ نیولو د بشریت په ضد جرم کې شامل دی.
۴- د خلکو د جمعیت یا ډلي اجباري اخراج یا اجباري انتقال
د دې محکمې اساسنامي د ۷ مادې له مخي د خلکو د ډلي په زور ویستل په دې مانا دي نظر نړیوالو حقوقو ته چې اشخاص جبراً له یوه ځایه څخه اخراج شي اوبل ځای کې ځای پر ځای شي، یا نور داسې موارد په داسي حل کې چې اشخاص هلته د اوسیدو قانوني جواز ولري.
البته د زور ویستل او د زور انتقال ترمینځ توپیر په دې کې دی که اشخاص د یو هیواد که خاورې څخه د بل هیواد خاورې ته جبراً شړل شوي وي دې ته اجباري اخراج وایي او که د یو هیواد د یوې نقطې څخه بلې نقطې ته وي دې ته بیا اجباري انتقال وایي.
البته د اجبار لفط څخه هدف هم یواځي فزیکې اجبار نه دی بلکه دخلکو بیرول، په زور ګواښل یا راوني تهدید هم په دې ډول اجبار کې شامل دی.
۵- بندي کول
د محکمې د اساسنامې د ۷ مادې له مخي د اشخاصو جسماني زنداني کول چې نړیوالو حقوقو د بنسټیزو قواعدو خلاف وي.
۶- شکنجه
د شکنجې د منعې کنوانسیون ۱۹۸۴ زیږدیز کال شکنجه داسې تعریفوي چې: « شکنجه هغه جسمي یا روحي درد ته ویل کېږي چې نیول شوي یا څارني لاندې تورن شخص ته ورکول کېږي، په استثنا‌ء دهغه درد چې په قانوني مجازاتو کې پروت وي.»
خو د نړیوالې جزایي محکمې اساسنامه بیا وایي چې شکنجه هر درد او ورته سلوک ته ویل کېږي ولو که موخه یې مشخص هم نه وي.
۷- جنسي تاوتریخوالي
په جنسي تاوتریخوالي کې لاندې موارد شامل دي:
الف: جنسي تجاوز
د دې جرم لپاره که څه هم په اساسنامه کې خاص تعریف نه دی راغلی، خو د دې جرم د عناصرو څخه پوهیږو چې یو مادي عنصر یې دادی چې باید مرتکب په ډله يیز ډول پر قرباني شوي جسم باندې برید کړی وي، او دننه ویستلو عمل ترسره شوي وي، وليکل لازمه نه ده چې قرباني شوې ښځه یا نر دې، په جنسي تجاوز کې یواځې په زور جنسي اړیکه شامله نه ده چې د نارینه جنسي اله ښځینه جنسي الې کې ننویستل شي، بلکه د انسان د بدن نورو ننه ویستونکو ته د جنسي الې ننویستل هم شامل دي لکه په خوله یا مقعد کې ننویستل.
ب: جنسي غلامي
جنسي غلامي د غلامۍ نیولو یو ځانګړی ډول دی چې د قرباني شوي شخص په جنسي برخو کې دخالت و شي مثلاً د جنسي غړو د استفادې بندول لکه د دویمې نړیوالې جګړې پروخت چې د جاپان د پوځیانو لخوا وشول یا هم پر غلامۍ نیول کسانو جنسي تجاوز کول.
ج: اجباری فحشاء
اجباري فحشاء د لومړي ځل لپاره د نړیوالې جزایي محکمې لخوا د بشریت په ضد یو مستقل جرم وګڼل شو، د دې مانا داده چې د جرم مرتکب یو شخص یا یوه ډله په زور باندې فحشا‌ء ته اړ ویستل شي تر څو د هغوی د دې عمل څخه مالي ګټه پورته کړي یا هم ورته غوښتنه ولري، البته د جګړې پروخت اجباري فحشا‌ء معمولاً بیا په جنګي جرمونو کې د غلامي نیولو سره مترادف راځي، ځکه د جګړې پروخت اجباري فاحشه خانې، د مالي منفعت لپاره نه وي بلکه د سرتیرو د روحيې تقویت لپاره وي.
د: اجباري حاملګي
د محکمې د اساسنامې د ۷ مادې د دویم بند له مخي اجبارپه حاملګي په دې مانا ده چې حمل لرونکې ښځه په غیر قانوني ډول بندي شی، ولو که ښځې د بل چا څخه حمل اخیستی وي، البته د یا دوني وړ ده هغه هیوادونه چې د جنین سقط غیر قانوني ګڼي په دې تعریف کې نه راځي.
هـ: اجباري عقیم کول
اجباري عقیم کول هم د لومړي ځل لپاره د نړیوالې محکمې اساسنامې د بشریت په ضد جرمونه یو ځانګړی ډول یاد کړ، که څه هم یادي اساسنامې د عقیم کولو لپاره کوم تعریف نه دی کړی، خو د دې جرم د عناصرو څخه ویل کیدای شي چې مرتکب باید په دایمي ډول لږترلږه یو نارینه یا ښځینه د حاملګۍ له توان څخه خلاص کړي، البته هغه برخې استثناء دي چې طبي درملنه یې غوښتنه کوي چې شخص د حاملګۍ له توان څخه باید خلاص شي.
و: د جنسی تاوتریخوالي نور ډولونه
ځیني نور هم داسي ډولونه شته چې د جنسي تاوتریخوالي مانا ورکوي. د بیلګې په توګه د اکایسو قضیه چې رونډا محکمې و څیړل چې یوه محصله انجلۍ یې په لغتو وهلې وه او اړه کړې یې وه چې په لڅ ډول دي د خلکو مخ ته جمناستیک وکړي.
ز: آزار او اذیت
که څه هم آزار او اذیت د نورنبرګ محکمې د اساسنامې څخه تر اوسه د بشریت ضد یو جرم دی، مګر هیڅ کوم سند ورته مشخص تعریف نه دی کړي، بناءً په دې اړه د دودیزو نړیوالو حقوقو څخه استفاده کېږي.
ح: اجباري ورک کول
اجباري ورک کول په لاتینه امریکا کې مشهور شو، چې ډیر ژر د ۱۹۹۴ زیږدیز کال د امریکایي کنوانسیون لخوا جرم وګڼل شو چې بیا وروسته د نړیوالې جزایي محکمې په اساسنامه کې درج شو، د دې اساسنامې د ۷ مادې دویم بند له مخې اجباري ورک کول لاندې برخي و ته شاملېږي:
سړي تښتونه، د شخص نیول یا توقیف کول چې اړونده هیواد یا سازمان د شخص په اړه د خبرولو څخه ډډه وکړي.
۸- اپارتاید
د نړیوالې جزایي محکمې د ۷ مادې دویم بند د اپارتاید موضوع ته اشاره کوي، اپارتاید په امریکایي ژبه کې جلاوالي ته ویل کېږي، چې په سهیلې امریکا کې د ۱۹۴۸ زیږدیز کال را په دې خوا د نژادي تبعیض سیاست څخه را پیل کېږي، چې په دې کی لاندې پنځه اعمال د تبعیض له قصد سره شاملېږي.
۱- د ژوند او ازادي له حقوقو څخه د یوې ډلي د غړو منع کول.
۲- له فزیکي پلوه پر یوې نژادي ډلې داسې شرایط واتپل چې هغوي ورک شي.
۳- د هیواد په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او ټولنیزه ژوند کې د عدم مشارکت په خاطر د ځانګړو قوانینو تصویب.
۴- د نژادي ډلو د جلا کولو لپاره اقدامونه.
۵- د نژادي ډلو د کار له نیرو څخه سؤ استفاده.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن