افغانستان

حنا رباني له اسلامي امارت سره د نورو هېوادونو د اړیکو غوښتنه وکړه

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر د پنجشنبې په ورځ د سمرقند په غونډه کې ووېیل چې افغانستان له سخت بشري ناورین او د اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دی.نوموړي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ووېیل چې په راتلونکي کال کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو د کمېدو نښې شته.

رباني د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان او اسلامي امارت په اړه پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي.
دغې پاکستانۍ چارواکې ووېیل چې په افغانستان کې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د کابل او نورو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې زیاتې کړې دي.
رباني له غربي هېوادونو وغوښتل چې افغانستان دې هېر نه کړي. رباني زیاته کړه: موږ د متقابلو ژمنو پر بنسټ متوازن چلند ته اړتیا لرو.
د پیوستون او همکارۍ روحیه باید له افغانستان سره د نړۍ د تعامل بنسټ وي.
په دغه غونډه کې حنا رباني له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د اسلام آباد ادعا یو ځل بیا تکرار کړه او وې وېیل: پاکستان او د افغانستان نور ګاونډیان له دغه هېواده د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دي.
د پاکستان داسې ادعاوې اسلامي امارت رد کړې او وېیلي يې، چې د افغانستان له خاورې د نړۍ هېڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ شوی.
د سمرقند غونډه د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ایران، چین، روسیې، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیرانو او استازیو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې غونډه کې چین، روسیې او پاکستان نورو هېوادونو ته بلنه ورکړه چې د اسلامي امارت له استازي امير خان متقي سره يې خبرې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *