د کندهار ولايت په مرکز کندهار ښار کې وروستی ځانمرګی برید په نړيواله کچه وغندل شو.
ياد ځانمرګی بريد د پنجشنبې په ورځ زړې قومندانۍ ته څېرمه د کابل بانک نمايندګۍ مخې ته هغه مهال ترسره شو، چې يو شمېر کسان د بانک مخې ته د پيسو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
د سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چاروپه وزارتونو سربېره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماسویسټ دغه برید غندلې دی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې هېواد به یې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
هېره دې نه وي، چې د کندهار د امنيې قوماندانۍ ویاند رسنيو ته ويلي، چې د ياد بريد په پايله کې ۳ تنه هېوادوال شهيدان او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.