روسیه: امریکا په افغانستان د خپلو جنګي جنایتونو د څېړلو مخه نیسي
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د جرمونو نړیواله محکمه (هیګ) د امریکا اطاعت کوي او له همدې امله یې په افغانستان او عراق کې د ناټو د ترسره شویو جرمونو څېړنه له پامه غورځولې ده.

نوموړې ناټو او امریکا متحده ایالات تورن کړل، چې په افغانستان کې د پوځي حضور پر مهال یې په پراخه کچه افغان ملکیان ووژل، خو اوس یې په اړه ځواب نه وایي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې د افغانستان د کډوالو وزیر خلیل الرحمان حقاني هم امریکا په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورنه او د دغو ادعا شویو جنایتونو د نړیوالې څېړنې غوښتنه یې وکړه.
یو شمېر افغانان باور لري، چې د دوی د وژنو جنایت روسانو، امریکایانواو ډېرو لوریو کړی، خو اوس د دغو جنایتونو د څېړلو په نوم بیا بېلابېل لوري سیاست کوي.