افغانستان
غزني کې د سلطان محمود غزنوي ملي سمپوزیم جوړېږي
په غزني کې ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې به د سلطان محمود غزنوي په هکله ملي سمپوزیم ژر جوړ شي. د دغه ولایت ولایتي ادارې وېیلي
په غزني کې ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې به د سلطان محمود غزنوي په هکله ملي سمپوزیم ژر جوړ شي. د دغه ولایت ولایتي ادارې وېیلي، چې دا خبره د ترکانو قومي شورا مشر ډاکټر عظیم خنجاني او ورسره مل پلاوي غزني ته د سفر پر مهال کړې ده.سرچینه د نوموړي له قوله لیکي، چې غواړي دا ملي سپموزیم د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاست په همغږۍ جوړ کړي. خنجاني زیاته کړه چې په دغه سمپوزیم کې به د لوړپورو چارواکو تر څنګ، د ځينو اسلامي هېوادونو استازي هم راوبلل شي.