افغانستان

بغلان کې د ترافیکو مدیریت ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د بغلان د ترافیکو مدیریت مسولینو ویلي، چې د پلېټونو د وېش له درکه یې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

د بغلان د ترافیکو مدیریت مسولینو ویلي، چې د پلېټونو د وېش له درکه یې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري محمد نذیر عابدي ویلي؛ چې تر دې دمه یې ۱۶ زره او ۵۲۵ وسایط ثبت کړي، چې له دې ډلې څخه پینځه زره او ۷۵۷ وسایطو ته یې جوازسیرونه او پلېټونه ویشلي او له درکه یې ۷۵ میلیونه او ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د بغلان اوسېدونکي خوښ دي، چې په دې ولایت کې د پلېټونو د وېش په برخه کې ګڼې اسانتیاوې خلکو ته رامنځ ته شوې او په وینا یې؛ د پلېټونو په وېش سره د موټرو غلاوې او نورې جنايي پېښې راکمې شوې دي.د بغلان د ترافیکو مدیریت له ټولو موټرچلوونکو غواړي، چې په دې ولایت کې دې خپلو بې پلېټه موټرو ته پلېټونه واخلي او دغه راز دې د موټرچلونې پر مهال ترافیکي اصول په پام کې ونیسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *