افغانستان

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د باريکاب د کوچيانو ستونزې واورېدې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ننګرهار ولايت د باریکاب اړوند کوچي قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د ننګرهار ولايت د باریکاب اړوند کوچي قوم له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل.
دغه لیدنه چې پرون په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، په پيل کې د نورو په استازیتوب مولوي نواب ملاخېل او اشرف نیازي خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه يې هر اړخيز ملاتړ څرګند کړ.
دوی زیاته کړه، چې په افغانستان کې اسلامي نظام د کوچي قوم ستره هیله وه، چې د ټينګښت لپاره يې ګڼو افغانانو قربانۍ ورکړې دي او اوس یې د ثبات او دوامداره پايښت لپاره له هر راز قربانۍ او همکارۍ مخ نه اړوي.
دوی د کوچي قوم او ځايي اوسېدونکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دوی څخه په مننې وویل؛ دا یو څرګند حقیقت دی چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې ولس له اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه ولاړ او له مجاهدینو سره یې هر راز همکارۍ کړې دي.
مولوي عبدالکبير څرګنده کړه، ټول ولسونه دې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او په هېواد کې د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه یو کړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د کوچي قوم راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو د حل په موخه به يې اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *