فرهنگی

زده کړه او مطالعه

زده کړه او مطالعه فکر غښتلی کوي او له همدې لارې ساینسي، صنعتي، کلتوري او اقتصادي پرمختګونه رامنځته کېږي.

امیني ستانکزی
زده کړه او مطالعه فکر غښتلی کوي او له همدې لارې ساینسي، صنعتي، کلتوري او اقتصادي پرمختګونه رامنځته کېږي.
زده کړه او مطالعه د تورو تیارو لپاره ځلانده ډېوه ده، چې دپرمختګونو لاروي ته دمزلونو لارښوونه کوي، د زدکړو په توسه دماغ او ذهن وده
کوي.
که په کومه ټولنه کې ولس د مطالعې فرهنګ ته اهمیت ور نه کړي، نو هماغه ټولنه به له بېلابېلو کړاوونو سره مخ او وګړي يې شا تګ ته اړکېږي .
په هغه ټولنه کې چې د لوست کلتور ته د خلکو لخوا پاملرنه يې زیاته وي، هلته هرڅه د پرمختګ سبب کېدای شي، مینه، ورورګلوي او انساني ارزښتونه ټول پکې شته وي، دا چې پوهه او زده کړه، نه یوازې د پرمختګ سبب ګرځي؛ بلکې ولس ته د دنیوي او اخروي ګټې او تاوانونه په ګوته کوي، چې دا هم له معنوي ارزښتونو څخه شمېرل کېږي.
د نړۍ هېوادونه چې د پردیوو له احتیاجاتو څخه خلاص او دخپلو کورنيوو تولیداتو باندې بسنه کوي، هغوی داسې لټي پرځان نه ده قبوله کړې؛ بلکې زحمتونه يې ګاللي، په خپلو اولادونو يې تعلیم کړی او خپل ذهنونه يې په کار اچولي، چې داسې جوړونې او اختراعات لري، چې نن ورځ ټول موږ يې په سترګو وینو اوګټه ترینه اخلو.
ټولو ځوانانوته د ویلو ده، چې په ترلاسه کړو زده کړو بسنه ونه کړي؛ بلکې لا ډېرې زده کړې او مطالعو ته مخه کړي، دبې ځایه وخت تېرولو او بې ځایه ګرځېدا د مخنیوي په پار علمي او اکاډمیکو ځایونو ته دمطالعې په موخه ورشي، د لوست او مطالعې په ترسره کولو به ډېر څه زده کړي او فکري روزنه به یې لا وده او په کارونو کې به يې پرمختګونه رامنځته شي.
ګورو، چې نننۍ ټکنالوژي طبيعي نه ده رامنځته شوې؛ بلکې دا د انسانانو د پوهې، تفکر او لاسونو پر برکت جوړه شوې.
داسې نه دی، چې دغه پرمختللي او عصري ټکنالوژي دوی د خېټیالوژۍ له مخې جوړې کړې وي؛ بلکې کلونه ـ کلونه د زده کړو او تجربو ترلاسه کولو له برکته جوړې کړې دي او نن موږ ټول ورڅخه ګټه پورته کوو.
د پرمختللو وسایلو جوړول عادي کار نه دی، چې څوک وغواړي جوړ يې کړي، دا یو لړ تجربو او څېړنو ته اړتیا لري، چې له ماغزه او مطالعې څخه کار واخیستل شي او نوي شیان د ولس د هوساینې لپاره جوړ
کړي .
نو راځئ، چې د پرمختګ لاره غوره کړو، دبدبختیو او ناخوالو چې ناپوهي يې یوازینی لامل دی، له هېواده د ناپوهۍ او جهالت ټغر ټول کړو. دافغانستان نوم د یوبا ثباته او علم پاله هېواد په نوم د نړۍ د هېوادونو په لومړۍ درجه کتار کې ودروو.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن