افغانستان
د ۲۱۵ عزم قول اردو څخه ۶۵۰ تنه مجاهدين فارغ شول
په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له تعليمي مرکز څخه ۶۵۰ تنه مجاهدين د بنسټيزو پوځي او عقيدوي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ فارغ شول.
په هلمند ولایت کې د ۲۱۵ عزم قول اردو د شوراب له تعليمي مرکز څخه ۶۵۰ تنه مجاهدين د بنسټيزو پوځي او عقيدوي زده کړو څخه وروسته پرون د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ فارغ شول.د ۲۱۵ عزم قول اردو مسؤلینو د اسلامي ملي اردو مجاهدینو ته هر اړخيزې ویناوې وکړې، چې زموږ اردو د خپلو ولسونو څخه جوړه یوه اسلامي ملي اردو ده او زموږ ولس د مجاهد په کړنو او ظرفيت باندې پوره باور لري، دغه مجاهدین به په مېړانه او شجاعت سره له خپل هېواده دفاع کويپه دغه مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو مسؤلینو، ډلګۍ مشرانو ، علماء کرامو او ګڼ شمیر مجاهدينو ګډون کړی وو، په پای کې یادو فارغانو نمايشي حرکاتو ترسره کړل او تصدیق نامې یې هم ترلاسه کړې.