افغانستان

لغمان کې پر ٢٠ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار واړول شول

د لغمان امنيې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په عمرزیو کلي کې پر ٢٠ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.

د لغمان امنيې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولين وایي، چې د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار په عمرزیو کلي کې پر ٢٠ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړول شوي دي.

د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدير قاري غلام الله ادریس باختر آژانس ته وویل، چې د دغه مديریت منسوبينو د مرکز اړوند عمرزیو کلي کې په ۲۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار په بشپړ ډول له منځه یوړل.

د قاري ادريس په خبره، له دې وړاندې هم په مرکز مهترلام، الينګار، قرغيو او بادپښ ولسواليو په مختلفو سیمو کې  د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوی و، چې لسګونه جریبه ځمکې یې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې وې.

هغه وایي، چې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو کمپاين به تر هغې دوام لري، ترڅو چې د لغمان اړوند په ټولو ځمکو کرل شوي کوکنار له منځه یوسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *