جهان

د امریکا یوې جنګي الوتکې د چین شکمن څارګر بالون ویشتلی

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا یوې جنګي الوتکې د شنبې پر ورځ د سلواغې ۱۵ د سویلي کارولینا په سواحلو کې یو شکمن چینایي څارګر بالون راوغورځاوه.

رویترز راپور ورکړی، چې د امریکا یوې جنګي الوتکې د شنبې پر ورځ د سلواغې ۱۵ د سویلي کارولینا په سواحلو کې یو شکمن چینایي څارګر بالون راوغورځاوه.

امریکا د چین دغه کار پخپل هوایي حریم تېری یاد کړی او ولسمشر جو بایدن د چارشنبه پر ورځ د بالون د رانسکورولو سپارښتنه وکړه.

د پنټاګون د پرېکړې له مخې؛ شکمن څارګر بالون ته به تر هغه وخته په تمه وي، چې د استوګنو له سیمې ووځي او خلاصو اوبو کې ورسیږي او ملکي وګړي ځمکې ته د زرګونه مترو د کثافاتو له راغورزېدو وژغورل شي.

دغه بالون د شمالي امریکا په هوایي حریم کې څو ورځې تېرې کړي او د بیجنګ او واشنګټن تر منځ یې ناندرې راپورته کړي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *