اخبار

ټول افغانان په امن کې دژوندکولو حق لري

 

د  اسلامي امارت له بیا حاکمېدو سره سم د عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی د عفوې د فرمان له مخې په ټول افغانستان کې عمومي عفوه پلې او ټولو افغانانو ته د سولې او ګډ ژوند فرصتونه برابر شول

د اميرالمومنين حفظه الله تعالی دعفوې د عمومي فرمان د لا ښه تطبیق په موخه د اميرالمومنين حفظه الله تعالی  د حکم په اساس له افغان شخصيتونو سره د تماس کميسيون جوړ او په فعاليت يې پيل وکړ چې تر دې مهاله ۸۳۹ نفره افغان شخصيتونه خپل هيواد ته را ستانه شوي دي او په هيواد کې دننه له خپلو کورنيو او قريبانو سره ارام او خوشحاله ژوند کوي.

هېڅ کوم جهت د دې اجازه نلري چې د تېرې ادارې کسان په دې وجه چې په تېره اداره کې يې کار کړی، وزوروي او ګواښ ورته متوجه کړي.

موږ یو ځل بیا په بهر کې( په ځانکړي ډول په ګاونډيو هیوادونو کې) پر مېشتو هغو افغانانو چې د تېرې ادارې نظامي او اداري کارمندان پاتې شوي دي، غږ کوو او ډاډ ورکوو، چې خپل هیواد ته راستانه شي، د ځینو اړخونو او مغرضو رسنیو پر بې اساسه تبلیغاتو غلط نه شي، په افغانستان کې د دوی ژوند ته هیڅ خطر موجود نه دی؛ دوی کولی شي، لکه د نورو افغانانو په    څېر په امن کې ژوند وکړي او د خپل هیواد په ابادۍ کې برخه واخلي.

والسلام

له افغان شخصيتونو سره د تماس او هيواد ته د هغوی د راستنولو کميسيون

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *