اخبارگزارش

پېښو ته د رسېدو وزارت: د سیلابونو له زیانه د ځان ساتلو په موخه دې له خطر سره مخ خلک خوندي ځایونو ته لاړ‌شي

انیس: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سر له نن د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د واورې، درنو بارانونو، تندر غورځېدو او برښنا له امله د سیلابونو راوتو اټکل کړی دی. دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، تخار، بامیان، پنجشیر، بغلان، غزني، پکتیا، پکتیکا، کاپیسا، پروان، ډایکنډي، خوست، کابل، میدان وردک، لوګر، زابل، لغمان او ننګرهار به نسبتاً درنه واوره او باروانونه وشي. د معلوماتو له مخې، د باران او واورې دواړو ورېدو سطحه به له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو پورې وي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ویاند محمد عبدالله جان عرف په دغو ولایتونو کې له ټولو هغو کورنیو څخه خوندي ځایونو ته د انتقال ټینګار کړی، چې د سیلابونو او سیندونو د رواتو په لارو کې یې کورونه جوړ کړي دي.

په دې وروستیو څو کلونو کې د بې موسمه شیدیدو بارانونو له وجهې هر کال د سیلابونو راوتو په پېښو کې ډېرو خلکو ته د سر او مال زیان اوړي. د چاپېریال ساتنې په برخه کې شوې څېړنې او اړوند کارپوهان یې د اقلیمي بدلون بدې اغېزې بولي او وايي که دغه چاره کنټرول نشي، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به یې پایلې د اوس په نسبت ډېرې بدې وي. عبدالله جان عرف په راتلونکي کې د سیلابونو له زیان څخه د خلکو د بچ کېدو په تړاو وویل، چې له دې وروسته دې هم په داسې ځایونو کې کورنه جوړ نه کړي او مېشت نشي چې د بارانونو او سیلابونو د راوتو ور ته مخه وي. له دې وړاندې نوموړي ویلي وو، چې د وروستيو سېلابونو او بارانونو له امله په ټول هېواد کې ۷۰ کسان مړه او ۵۶ نور ټپيان شوي دي. یوازې له چهارشنبې راپه دې خوا په افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله نهه ویشت تنه مړه شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په بېلابېلو ولایتونو کې له ۷۲ ډېر کورونه لږ او په بشپړ ډول ویجاړي شوي دي او په سوونو جریبه کرنیزه ځمکه سیلابونو وړې ده. پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند دا هم ویلي، چې د نړیوالو مرستندویه موسسو پر مټ یې په ټولو ولایتونو کې د سیلابونو له امله زیانمنو کورنیو ته د خوراکي، غیر خوراکي او نغدي پیسو د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده. د هغه په وینا، په تېره یوه میاشت کې یې شاوخوا ۲۵ زره ۳۸۹ کورنیو ته یادې شوې مرستې وېشلې دي. هغه د وزارت له لوري ټولو هېوادوالو ته د اړینو مرستو رسولو ډاډ ورکړی او زیاته یې کړه، چې د لارو پاکولو او د خلکو د ژغورنې لپاره یې سیمو ته روغتیايي ټیمونه لېږلي دي.

«نذیر منیب»

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *