افغانستان
د نورستان جهادي مدرسه پرانیستل شوه
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت جهادي مدرسه پرانیستله.
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا نورستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت جهادي مدرسه پرانیستله.
د پرانیستې په دغو مراسمو کې د نورستان والي، ګڼ شمېر دیني عالمانو، جهادي شخصیتونو، ولسي مشرانو، د مدرسې استادانو او طالبانو حضور درلود. په دغو مراسمو کې مولوي حبیب الله آغا د علم او پوهې د ارزښت په اړه تفصيلي وینا وکړه او د نورستان خلک يې وهڅول ترڅو خپل اولادونه په مدرسو او ښوونځيو کې شامل کړي. ورته مهال نوموړي د لغمان ولايت د پوهنې له رياست او جهادي مدرسې څخه هم ليدنه وکړه او اړوندو مسئولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې.